د خېبرپښتونخوا د پېښور پوهنتون زده کوونکي تور لګوي تيره شپه د پېښور د فقير اباد پوليسو د بنو د ډومېل څخه راغلي يو زده کوونکي باندې پولیسو ډزې کړي او وژلی يې دي.
د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې يو زده کوونکي حامد وزیر وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، د بنو ډومېل څخه درې زده کوونکي يو ټېسټ له پېښور ته راغلي وو تيره شپه د فقيراباد علاقې ته وتلي او هلته پرې پوليس راغلي د يو تن سره يې خبرې اړولي او بيا يې پرې ډزې کړي او وژلی یې دی.
د پېښور د فقير اباد پوليس تاڼې يو چارواکي اقبال وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل په دوه پولیس سرتيرو يې تور لګېدلی او د دوی پرضد د مقدمې درج کولو غوښتنه شوې او بيا پرې مقدمه هم درج کړی شوې ده.
هغه وويل د پوليس سرتيرو پرضد د وژنې مقدمه درج شوې او نيول شوي دي او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.
خو پوليس چارواکي تاييد کړه چې دغه دوه پوليس سرتيري تيره شپه په علاقه کې په موټر سايکل د ګشټ په ډيوټۍ وو.
حامد وزير وويل وژل شوی زده کوونکی مبشر وزير نوميږي، او زياته يې کړه د دغه پېښې پرضد د پېښور پوهنتون زده کوونکو احتجاج کړی دی او د هغه مړی بيا خپلوانو اخستی او وړلی دی.
هغه وويل مبشر وزير د پېښور اسلاميه کالج نه اېف اېس سي کړې او بيا يې په لا کالج (قانون د زده کړو) دپاره ټېسټ ورکړی وو.