لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د افغانستان د سولې په اړه غونډه کوي


روس د افغانستان د سولې دپاره غونډه راجوړه کړې او افغان سياسي مشرانو، طالبانو، امریکا، چين او پاکستان ته يې پکې د ګډون بلنه ورکړې ده. دغه درې ورځنۍ غونډه په 18 مارچ بلل شوې ده.

دغه خبر په لومړي ځل تیره میاشت په افغانستان کې د روس ځانګړي استازي زمير کابولوف د روس خبري ادارې سپوټنک سره په مرکه کې کړې وه.

هغه ويلي په دوحه کې چې د سولې خبرې ځنډېدلې وې روس د افغان سولې په لړ کې په ماسکو کې د غونډې کولو په اړه د امریکا سره خبرې کړې وې.

د روس استازي ویلي د افغان سولې په لړ کې يوه بله تګلاره هم شته کوم چې په اصل کې د امریکا وړانديز دی چې يوه داسې ډله جوړه شي چې پکې د افغان سولې په لړ کې مهم رول ترسره کوونکي هېوادونه امریکا، چين، پاکستان او ايران شامل وي.

هغه زیاته کړې ايران دا وخت د امریکايي چارواکو سره د اختلافاتو له امله په يو مېز خبرو کښېناستو ته تيار نه دی خو ورسره یې هيله څرګنده کړې ده چې ايران به په دې اړه خپل دريځ بدل کړي.

بل لور ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر ويلي کابل د ماسکو په غونډه کې د ګډون په خبره غور کوي.

په کابل کې د روس سفير په وروستيو کې د عبدالله عبدالله او حامدکرزي ترڅنګ د څو افغان مشرانو سره ليدنې هم کړي دي.

د ملګرو ملتونو وياند سټېفن دوجاريک ویلي نړیوالې ادارې ته تراوسه د امریکا لخوا کوم رسمي خواست نه دی شوی چې د افغانستان په سر د بهرنيو چارو د وزیرانو غونډه کوي.

هغه ويلي، مونږ په مطبوعاتو ليدلي مونږ ته رسمي ډول کوم خط نه دی ترلاسه کړی.

هغه زياته کړې که چرته فریقېين خواست وکړي ملګري ملتونه تيار دي چې د افغانستان د سولې او د شخړې په هواري کې ملاتړ او هڅې وکړي.

د اتوار/يکشنبې په ورځ وايس اف امریکا ته خط ترلاسه شوی چې پکې د امریکې د بهرنیو چارو وزير انتونی بلينکن د افغانستان صدر اشرف غني ته ليکلی او پکې يې ويلي دي چې امریکا به په ملګرو ملتونو په افغانستان کې په شريکه تګلاره د خبرو دپاره د یوې غونډې وايي او په دې غونډه کې به د روس، چين، پاکستان، ايران، او هند سره د امریکا سفير ګډون کوي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير ویلي دا هغه هېوادونه دي چې د افغانستان د جګړې په ختمولو کې په ګډه کار ترسره کولی شي.

د افغانستان د سولې د خبرو عمل چې د ځنډ ښګار دی په يو وخت د سولې د خبرو د عمل ګړندي کولو هڅې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د کال 2020 د فرورۍ د تړون ترمخه امریکا به د مې د میاشتې څخه خپل ځواکونه د افغانستان نه اوباسي، په فرورۍ 2020 کې امریکا او طالبانو د افغانستان د سولې توافقنامه لاسليک کړې وه.

پوهان وايي په افغانستان کې چې دا وخت کومه امنيتي وضعه ده که امریکا ووځي طالبان به په تېزۍ سره په ډېرو علاقو کې پرمختګ وکړي.

خپله افغانان په دې ویره کې دي چې هسې نه ملک يو ځل بيا د 90 د لسيزې په څېر حالاتو ته لاړ شي کله چې سويت يونين د ملک څخه وتلی او د حکومت د ختمېدو وروسته په ملک کې خپلمنځني جګړې پېل شوې وې او په دغو کورنيو جګړو کې د زرګونو په شمېره کې خلک وژل شوي او کابل هم د بریدونو سره مخ شوی وو.

د جوبايډن انتظاميه وايي د صدر ټرمپ د انتظاميې سره د طالبانو سره شوي تړون ته بيا کتنه کوي خو ورسره یې ویلي د ځواکونو ويستلو سره په نورو ټولو خبرو هم غور کوي.

افغان پوهان وايي که امریکا د مې د مياشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې کيږي طالبان به دغه کار د لوظنامې سرغړونه بولي او بيرته به د امريکې پرضد جګړه روانوي. د تير کال د لوظنامې وروسته طالبانو په امریکايي او نېټو ځواکونو بريدونه ودرولي دي.

تيره اوونۍ د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو سره ليدلي او طالبانو ويلي وو چې امریکايي استازي د خبرو د عمل مخ په وړاندې بوتلو دپاره يو وړانديز کړی چې پکې په افغانستان کې داسې موقتي حکومت جوړ شي چې پکې طالبان هم برخه لري.

خو افغان صدر اشرف غني دغه خيال رد کړی چې ګنې موقتي يا عبوري حکومت به جوړ شي هغه ویلي په ملک کې د بل حکومت راتګ يواځې د انتخاباتو د لارې راتلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG