لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: افغانستان تر بل هر وخت زیات نړیوالو مرستو ته اړ دی


د سیګار مشر جان ایف سوپکو
د سیګار مشر جان ایف سوپکو

واشنګټن ـــ د امریکې څارونکې اداره سیګار وایي په داسې حال کې چې له طالبانو سره د امریکې د تړون له مخې د امریکایي ځواکونو وتلو ته ټولې 52 ورځې پاته دي، دا یو ډېر حساس حالت دی چې یوې خواته د سولې خبرې ولاړې دي او بلې خواته په افغانستان کې بدامني نه ده کمه شوې.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې څارونکې ادارې سیګار خپل تازه رپوټ د مارچ پر لسمه خپور کړ او د افغانستان په اړه یې اته برخې پکې په ګوته کړې دي چې وایي له خطر او چېلنجونو سره مخ دي.

رپوټ وایي‌ دوامداره ناامني، له سولې وروسته د روغې جوړې لپاره نامعلومه بودیجه (فنډ)، د جنګیالیو بیا راتګ، کورنی کرپشن، ورو اقتصادي وده، د ښځو حقونو ته ور پېښ ګواښ، د نشه یي موادو قاچاق او د مرسته کوونکو د مرستې ناسمه څارنه هغه اته برخې دي چې افغان حکومت او د امریکې د ملي امنیت ګټو ته خطر پېښولای شي.

د سیګار مشر څارونکي جان ایف سوپکو د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې د سټرېټیجکو او نړیوالو مطالعاتو له مرکز سره په خبرو کې وویل، د سولې له تړون وروسته ناامني او د خلکو هدفي وژنې نورې هم زیاتې شوې دي او افغان حکومت یې له ګواښ سره مخ کړی دی:

"زما په نظر د امریکې لپاره به د ترهګرۍ ضد او بیارغونې د اهدافو تر لاسه کولو ښه موقع دا وي چې له یو غښتلي، ارام، جمهوري او په خپلو پښو ولاړ افغان ریاست سره متحد پاته شي چې اوس له خطر سره مخ دی، د 2020د فرورۍ له تړون را وروسته هر څه خراب دي".

سیګار پخپل رپوټ کې ویلي چې افغانستان دا مهال خپلې داخلي خرڅې که په ملکي او که په پوځي‌ برخه کې وي، له نړیوالو مرستو پوره کوي، خو وایي که بهرني ځواکونه او مرستندویه ادارې د قطر له تړون سره سم ووځي، نو ډېره ګرانه به وي چې د تېرو شلو کلونو لاسته راغلې ګټې خوندي وساتل شي.

د سیګار مشر جان سوپکو وایي، په ملکي برخه کې د افغانستان د 2018م کال اتیا فیصده یعنې 11 اربه ډالره خرڅې نړیوالو مرسته کوونکو ورکړې وې، وایي اوس هم حالت له هغه نه دی بدل شوی:

"د امریکې دفاع وزارت چې د 2021م مالي کال لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د 4.3 اربه ډالرو خرڅې کومه اندازه لګولې ده، افغان حکومت پلان لري چې په دغو کې یواځې 610 میلینه برخه ورکړي، که څه هم ډېر لږ ده خو دا د افغانستان د کورني آمدن 24 فیصده برخه جوړوي".

سیګار پخپل رپوټ کې وایي په افغانستان کې د ناامنۍ یو لوی سبب په دې هېواد کې دوامداره کرپشن یا بډې رشوتونه دي، وایي یو له فساد او نشه یي توکو ډک ریاست نه شي کولای چې خپل ځان یا امریکا او نور بهرني متحدین وژغوري.

طالبانو او افغان حکومت تر اوسه د سیګار د رپوټ په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی، خو د ولسمشر غني ویاند دوه خان مینه پال ازادي رېډیو ته ویلي، حکومت یې د بهرنیو مرستو د لګولو لپاره هراړخیز پلان لري، چې وایي "د دې پلان له مخې به هره مرسته په اغېزمنه توګه مصرف شي."

د سیګار په رپوټ کې دا اندېښنې په داسې وخت کې څرګندې شوې دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې له څه مودې له ځنډ سره مخ دي او رپوټونه وایي امریکا غواړي د سولې لپاره یو بل پلان وړاندې کړي چې پکې د لنډمهالي حکومت خبره هم شامله ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG