لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سویټزرلېنډ د مسلمانو ښځو په پوره مخ پټولو بندیز لګولی


واشنګټن ــــ د ايسوسييټیډ پرېس د رپورټ د مخه په سوېټزرلېنډ کې د شوي رېفرینډم نتيجې ښيي نزدې 51.2 سلنه برخه خلکو رایې ورکړې چې په ولسي ځايونو کې دې په مسلمانو ښځو د مخ پټولو لا په بورقه اچولو بندیز ولګي.

رپورټ وايي د اووم مارچ کال 2021 ټولپوښتنه په داسې حال کې شوې چې د ياد هېواد په 8.6 ميلينه ابادۍ کې د مسلمانانو شمېر 5.5 فيصده دی چې زيات تره يې د پردې او بورقې اچولو پروا نه کوي.

په سویټزرلېنډ کې ولسي ټولپوښتنه په هر هغه حال کې کيږي چې کله په يوه مسله د سلو زرو خلکو لاسليکونه حکومت ته ورسي او په هېواد کې په دې ټولپوښتنې کولو کلونه تېر شول چې داسې وکړي او که نه وکړي که هر څو د دې نه مخکې په نور يورپ کې فرانس، بيلجيم او نيدرلېنډ دا بندیز لګولی و.

بندیز به څنګه وي؟

د سپارښتنې د مخه هيڅوک به په ولسي او کليوال ژوند کې پوره مخ نه پټوي دا که هټۍ (دوکان) وي او که د کور کلي ژوند خو هو ځينې ځانګړتياوې به وي لکه په مذهبي ځايونو کې به دا بندیز نه وي.

سپارښتنه د بورقې لا د نقاب په ځانګړې توګه ذکر نه کوي چې سترګې پکې ښکاره وي بلکې د څو سویسي مسلمانو ښځو د مخ پټولو پردې ته پام راګرځوي.

د سویټزرلېنډ په دوو سيمو کې دا بندیز د مخکې نه لګېدلی دی.

څوک د بندیز ملاتړي دي؟

د پارلمان اکثريتي ‌‌‌‌‌‌ډله او ښی اړخيزه ولسي ګوند دي سویس پيپلز پارټي د دې بندیز ملاتړ کوي او د ګوند په يو کمپېن پوسټر کې ليدل کيږي چې يوه په نقاب کې پټه ښځه د سترګو د اظهار نه په ښکاره داسې ښيي چې په قهر کې ده او په پوسټر ليکل شوي ټکي يې وايي "اسلامي توندلاري ودروئ".

خو د مسلمانو ښځو د حقونو کارمندانې دا ووټ غندي او وايي دا ټولپوښتنه د نسلي او جنسيت په بنياد شوې ده.

د ياد ګوند غړی جينلک ایډور وايي "ښه نصيبي" دا ده چې په سویټزرلېنډ کې د بورقې اغوستونکو ښځو شمېر کم دی. هغه وايي "چې کله څه شخړه وي مونږ يې د قابو نه د وتلو نه د مخکې غم کوو".

د بندیز په ضد څوک دي؟

حکومت او پارلمان په ملکي کچه بندیز غواړي او دليل به يې دا وي چې که اړينه وي خلک دې حکومتي چارواکو ته او د مثال په توګه د هېواد تر پولو د تېرېدو په وخت د پېژندګلو د پاره مخ ښکاره کړي.

د بندیز په غبرګون کې ځينې پوسټرې ليکي "يو تت بې معنې او د اسلام په نخښه کوونکې 'بورقه ضد' ته قانون نه وايو".

ښځه بورقه، حجاب او که نقاب واچوي؟

‌‌‌‌‌‌ډېری مسلمانان ديني عالمان متفق دي چې حجاب د سر او څټ د پټولو پورې دی او هره ښځه چې کوم رنګونه او کوم طرزونه غواړي اغوستلی شي.

څادر:

څادر چې په عامه توګه تور ګڼل کيږي په ايران او د اماراتو په مختللو ښځو کې مقبول دی او دلته په سعودي عرب کې هم دی هيڅ بکسوو او بټن ته حاجت نه لري بس د اغوستونکي پام يې ‌‌‌پوره وي.

نقاب:

په جرمني کې د يوې سلفي مسلک منونکې مسلمانې ښځې مثال په تصوير کې ښيي چې نور ټول مخ يې پټ دی خو سترګې يې ښکاره دي چې وېښته يې په ملا کمڅۍ کړي او څه نيم يې د سينې د پټولو د پاره په ځان مخې ته راخواره کړي دي.

عبایا:

د يو تصوير نه دا ښکاري چې دا عبايه يوه ارته برته جامه ده چې ټول وجود پټوي او دا د عرب په فېشن شو کې بېلابېل رنګونه هم لري او د حجاب او نقاب سره يې په شريکه اغوستلی هم شئ.

بورقه څه ده؟

بورقه د ټولو مسلمانو جامو حد دی چې ټول وجود دې د سر نه واخله د پښو پورې پټوي. په روايتي توګه جوړه د بورقې جالۍ د ښځې سترګو ته په ليدو کتو کې خنډ دی او بيا په دې اړه د عکس د لارې د پاکستان په پارلمان کې د يوې مېرمنې د ووټ اچولو منظر هم ښيي.

هيڅ پرده نشته:

د اوردن شهزادګۍ رانيا (عبدالله) چې په يو تصوير کې په يونان کې د بې کوره شوو خلکو سره د ليدنې په موقع وايي اسلام داسې هيڅ زور په ښځه نه اچوي چې سر دې پټ کړي او زياتوي چې د ټولو مهمه دا ده چې د ښځې په حقله قضاوت دې د لباس اغوستلو په ځای په اخلاق پالنه او روايت پالنه وشي.

د مسلمانو ښځو د حقونو په نمايندګۍ رپورټ د انيس الشيخ په اړه وايي "د دې سره سره چې دا سپارښتنه نسلي او د کار نه ده خو په سویټزرلېنډ کې به تر 30 پورې ښځې بورقه اچوي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG