لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه د بحرېن د فيلډ مارشل سره د افغان سولې په عمل خبرې کړي


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د بحرېن د فيلډ مارشل محمد بن عيسا الخليفه او نورو مشرانو سره ليدلي او د افغانستان د سولې د عمل ترڅنګ يې ورسره په نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

ايي اېس پي ار ویلي، د پلاوي په کچه خبرو کې د افغانستان سولې په عمل، په پوله د انتظام او افغانانو په مشرۍ د افغان سولې په لړ کې د سهولت کارۍ په اړه خبرې اترې هم شوي دي.

د پاکستان د پوځ مشر په اتم مارچ د افغان سولې دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر امريکایي جنرال اسټن مېلر سره هم ليدلي وو.

د پاکستان پوځ د دغه ليدنې په اړه ویلي وو چې دواړو خواو د افغان سولې د عمل په اړه خبرې اترې کړي دي او په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت په خبر پاڼه کې ویل شوي چې زلمې خليل زاد په دې ملاقات کې د افغان سولې عمل کې د پاکستان د کردار په ارزښت زور راوړی دی.

د شورو- چارشنبې په ورځ (10 مارچ) د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن ويلي، چې حکومت یې د افغان سولې د بهير د پرمختګ لپاره سفارتي هڅې تېزې کړې دي.

بلینکن ويلي امریکا په افغانستان کې د امن د راتګ په خاطر کېدونکو هڅو کې له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره هم تماسونه نیسي.

هغه زياته کړې د افغانستان له مستقبل سره د څنګلورو هېوادونو ګټې تړلې دي او هغوی په افغان ډلو اغېز هم لري:

د بلينکن په خبره "مونږ د مې میاشتې د لومړۍ نېټې د مودې په ګډون د خپلو ځواکونو مستقبل ته کتنه کوو، تر اوسه مو په دې اړه پرېکړه نه ده کړې، مونږ غواړو وګورو چې د سولې خبرې څنګه پر مخ ځي، طالبانو چې د تشدد د کمولو او بهرنیو ترهګرو ته د ځای نه ورکولو او د هغوی د ملاتړ نه کولو کومه ژمنه کړې وه ګورو چې څومره یې پوره کوي".

پوځ ويلي، جنرل باجوه د بحرېن د نهم مارچ په سفر کې د فيلډ مارشل محمد بن عيسا الخليفه سره يواځې ليدلي او د بحرېن د قومي ګارډ د کمانډر مېجر جنرل شېخ نثار بن حماد الخليفه او د بحرېن د ملي امنيت د سلاکار سره هم ليدلي دي.

ويل شوي په دغو ليدنو کې د شريکو ګټو او سيمې د امنيت په موضوعاتو بحثونه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG