لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د جنډولې بېټني د حقونو غوښتو دپاره د 39 ورځو راهسې په احتجاج ناست دي


د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې ټانک د جنډولې د بېټني قوم سره تعلق لرونکي وايي د 39 ورځو راهسې د خپلو حقونو دپاره په ټانک او ډېره اسماعيل خان کې په پرلت ناست دي خو تراوسه يې حکومت پوښتنه ونه کړه.

په ټانک او ډېره اسماعيل خان کې په احتجاجي پرلت ناست د بېټني قوم سره تعلق لرونکي وايي، د ټانک نه يې احتجاجي پرلت پېل کړی ډېره اسماعيل خان ته يې وغځوو او که حکومت يې غږ وا نه ورېدو پېښور ته به لاړ شي.

د احتجاجي پرلت يو ګډون وال عبېد وايي، 39 ورځې يې وشوې خو چا يې هم پوښتنه ونه کړه.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په کال 2009 کې په سيمه کې په ترسره شوو راه نجات عملياتو کې ورته سخت تاوان اوښتی وو، د جنډولې بازار وران شوی، کاروبارونه تباه شوي او خلک په غټه کچه زيانمن شوي او هيڅ قسمه مرسته ورسره نه ده شوې.

هغه وويل حکومت دې د علاقې د خلکو سره تاوان ومني او د علاقې نه چې څومره خلک بې کوره شوي هغوی ته دې د کډوالو په څېر مرستې ورکړی شي او په خپلو علاقو دې بيرته اباد کړی شي.

د احتجاجي پرلت يو بل ګډون وال ضياالدين وايي دوی جايزې غوښتنې لري او د خپل جايز حق دپاره راوتلي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل غوښتنې يې د منلو وړ دي د هغه په وېنا دوی چې د کومو مرستو غوښتنې کوي له دغې وړاندې په سيمه کې د خلکو سره دغه ډول مرستې شوي دي ځکه يې دوی غواړي.

هغه زياته کړه تير کال يې هم دغه ډول احتجاج کړی وو اوس بيا په احتجاج کښېناستل.

هغه وويل که اوس يې هم پوښتنه ونه شوه حکومت ورته د تاوان او مرستو باور ور نه کړو د ټانک او ډېره اسماعيل خان نه به احتجاجي ناسته پېښور ته يوسي.

د ډېره اسماعيل خان ډويژن کمشنر يحيا اخونزاده وايي د بېټنو په احتجاجي پرلت خبر دی او د دغو خلکو په غوښتنو يې صوبايي حکومت خبر کړی او چې د هغه ځای نه ورته څه لارښوونه هم وشي په هغه حساب خلکو ته ځواب اووايي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG