لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د مارواړ سیمې د کولې په کان کې دوه کارګر مړه شوي او پینځه لا بند پاته دي


کوټه ـــ په بلوچستان ايالت کې د ډبرو سکرو یا کولې په کانونو کې د مزدورانو د بندېدو او مړینې د پرله پسې پېښو په ترڅ کې نن بیا څو تنه مزدوران په کان کې بند شوي چې تر اوسه لا نه دي را ایستل شوي.

دا پېښه له مرکز کوټې شاوه خوا څلويښت کلو ميټره په لرې پرته مارواړ سيمه کې شوې، چې د معلوماتو له مخې د کولې د کان د نړېدو په نتجه کې لږ تر لږه اووه کان کيندونکي په کان کې بند شوي دي.

د کولې د مزداروانو د اتحاديې پاکستان سينټرل ماينز ليبر فيډيرېشن سيکرېټري جنرل سلطان "لالا" وايي په ياده پيښه کې دوه تنه مړه شوي او پینځه تنه کارکوونکي لا هم په کان کې بند پاته دي.

د کانونو د ايالتي محکمې مشر يا چيف انسپکټر ماينز شفقت فياض وي او اې ډيوه ته د پېښې تایید وکړ او وایي دا پېښه په کان کې اووه یا اته سوه مربع فوټه لاندې شوې خو هغه دا ونه ښودل چې په کوله کان کې څو تنه بند شوي دي.

د شفقت فياض په خبره مرستندوی ټيمونه يې د پېښې ځای ته لېږلې او د مرستو کار پېل شوی، خو وایي په ياده سيمه کې د موبايل او انټرنيټ د سهولت د نشتوالي له کبله سم معلومات پر وخت نه تر لاسه کيږي:

"زه خپله پر لارې يم د پېښې ځای ته روان يم، چې هلته ورسېږم پوره تفصيل به معلوم شي، اوس دا نه شم ښودلای چې څو تنه په کان کې بند او څو را ايستل شوي دي".

د سلطان "لالا" په خبره په تر لاسه شوو معلوماتو کې دا ورته څرګنده شوې چې د کار پر وخت د کولې د کان مالک او ټېکدار کوم حفاظتي ګامونه نه وو اخيستي.

د کولې د مزدورانو د اتحاديې رپورټونه ښيي چې په روان کال کې په تېرو دوه نيمو مياشتو کې په بلوچستان کې څلوېښو ته نیژدې د کولې مزدوران په بېلا بېلو پېښو کې مړه شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي چې په بلوچستان کې په 2020م کال کې 105 تنه د کولې مزدوران په کانونو کې د کار پر وخت مړه شوي دي چې اکثر یې د پښتونخوا د سوات اوسېدونکي وو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG