لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېچ آر سي پي د ښځو فعالینو خلاف د مذهب د سپکاوي تورونو د استعمال غندنه کړې


واشنګټن ـــ د پاکستان د بشری حقونو ډلې، هیومن رایټس کمېشن آف پاکستان د ښځو د حقونو لپاره اواز پورته کوونکو خلاف د مذهب د سپکاوي تورونو د استعمال غندنه کړې او وېلي پاکستان کې د ښځو د حقونو فعالینې د ملکي مېډیا لخوا د کرکې سره مخ کیږي او د هغوی اوازونه رد کړل کیږي.

هیومن رایټس کمېشن آف پاکستان (اېچ آر سي پي) د پاکستاني مېډیا د ځنې برخو لخوا د ښځو د حقونو لپاره شروع کړل شوي تحریک، عورت مارچ خلاف د کمپاین غندنه کړې او دا یې په منظمه توګه او د کرکې ډک کمپاین بللی.

اېچ آر سي پي ویلي پاکستان کې یو ځل بیا د مذهب د سپکاوي تورونه د وسلې په توګه استعمال کړی شوي او دا ځل د هغو ښځو خلاف استعمال کړی شوي چا چې په بهادرۍ سره د زور زیاتي او جنسي حملو خلاف اواز پورته کړی او دې ته یې د خلکو توجه را اړولې.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د عورت مارچ منتظمینو او مرستیالانو په هغه ویډیو باندې د بخښنې غوښتنه کړې چې پکې د مارچ په 8مه نېټه احتجاج په وخت اخستل شوو ویډیوګانو کې بدلون شوی او په احتجاج کې برخه اخستونکي په داسې نعرو ښودل شوي چې ګنې هغوی د مذهب د سپکاوي چغې وهي.

د عورت مارچ منتظمینو هغه ویډیوګانې هم خپرې کړې چې پکې هغوی د ملک له بېلابېلو برخو سره د تعلق لرونکو ښځو د حقونو لپاره نعرې وهي او ویلي دا ښکاره کوي چې څنګه د دوی دغه وېډیوګانې بدلې کړی شوي دي.

د ښځو د تحریک منتظمینو ویلي،‌ په پاکستان کې هر کال عورت مارچ د سختو نیوکو سره مخ کیږي،‌ د دوی‌ ویډیوګانې او لیکونه په نخښه کیږي او د دوی د تحریک د بدنامولو لپاره غلط معلومات خپرول کیږي.

د عورت مارچ احتجاج په اړه د غلطو معلوماتو ویډیوګانې د پاکستان ځنې هغه خبریالانو په ټوېټر باندې خپرې کړي چې په ټولنیزه مېډیا باندې د لکونو په شمېره کې مرستیالان لري او ددې د خپرېدو له کبله د عورت مارچ منتظمینو ته دهړکې ورکړل شوي دي.

د عورت مارچ منتظمینو د هغو ټولو خبریالانو او د مېډیا ادارو نه غوښتنه کړې چې د دوی نه د خلکو په وړاندې بخښنه وغواړي چا چې د عورت مارچ احتجاجونو په اړه غلط معلومات خپاره کړي.‌

منتظمینو غوښتنه کړې چې دغه مخصوص خبریالان او میډیا ادارې دې د دروغو او بدنامۍ ډک معلومات خپرولو نه ډډه وکړي چې د عورت مارچ منتظمینو او په دې کې د برخه اخستو ښځو ژوند په خطره کې اچوي.

دوی د مېډیا په ادارو غږ کړی چې هغه کسانو ته دې په خپلو پروګرامونو کې د برخه اخستو بلنه نه ورکوي چې په خپلو ټولنیزو وېبپاڼو یې وخت په وخت او په قصد سره غلط معلومات خپاره کړي.

د پاکستان دوه وتلي خبریالان او څېړنکاران اوریا مقبول جان او انصار عباسي په ښکاره د عورت مارچ غندنه کوي او په ټوېټر باندې هغه پېغامونه خپروي چې عورت مارچ فحاشي بلي.

د پاکستان د ساینس او ټېکنالوجۍ مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي چا چې هم د عورت مارچ ویډیوګانې په غلطه طریقه باندې بدلې کړي، هغوی د ملکي قانون خلاف جرم کړی او د قانون سره به مخ کیږي.

XS
SM
MD
LG