لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا درېمه څپه روانه ده او زياتې مړینې کوي، اسدعمر


د پاکستان د پرمختيا او منصوبه بندۍ وزير اسد عمر ويلي په پاکستان کې د کرونا وبا درېمه څپه روانه ده، او په درېمه څپه کې هغه وایرس مالوم شوي کوم چې په برتانيه کې وو دا په تېزۍ خوريږي او د مړينو شمېره يې هم سېوا ده.

اسد عمر دغه خبره د ډان ټي وي په پروګرام کې کړې ده.

نوموړي ويلي په کال 2021 کې چې په ملک کې په کومو ځايونو کې د کرونا وايرس پېښې زياتې مخې ته راغلي په هغې څيړنه شوې او په څيړنه کې مالومه شوې چې دا وايرس په هغو علاقو کې زيات خواره شوي يا خوريږي د کومو علاقو د خلکو چې د برتانیې سره تګ راتګ کيږي.

اسد عمر شمېرې ونه ويلې خو وې ويل چې وړاندې به 100 کسانو ته کرونا وايرس ورپورې شو په هغو کې به ډېر نه مړه کېده او اوس په 100 تنو کې د مړينو شمېر سېوا شوې ده.

په پاکستان کې د کرونا شمېرې په داسې حال کې سېوا کيږي چې په ملک کې چارواکو ويلي طبي عملې ته د کرونا وایرس لګول شوي او د تيرو څو ورځو راهسې د 60 کالو نه د زيات عمر کسانو ته دا وايرس لګول پېل کړی شوي دي.

د بهر څخه د کرونا ويکسين راغوښتو په اړه هغه وويل هيله من دي او ډېر ويکسين به راوغواړي او د هغه په وېنا چې څوک هم د ويکسين لګولو قابل وي هغو ته ويکسين لګولی شي.

په پاکستان کې د کرونا د څخه تراوسه پورې 13زره 476 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

په تيرو پينځه ورځو کې په ملک کې پرله پسې د 40 څخه زيات کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG