لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د موټر بم په چاودنه او د طالبانو په بریدونو کې ۲۲ افغانان وژل شوي دي


واشنګټن – افغان چارواکو د شنبې یا خالي په ورځ وویل، د موټر بم په چاودنه او د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ افغانان وژل شوي چې امنیتي سرتیري او ملکي وګړي دواړه په کې شامل وو.‌

په دغو امنیتي پېښو کې نېږدې ۷۰ تنه ژوبل شوي هم دي چې اکثره یې ملکي وګړي دي.‌

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین د شنبې یا خالي په ورځ وویل، د موټر بم چاودنه په هرات کې د ایران پولې سره نېږدې د پولیسو په یو مرکز باندې شوې ده.

ارین وویل، په دغې چاودنه کې د خلکو د استوګنې لږ تر لږه ۱۴ کورونه ویجاړي شوي دي.

سیمیزو چارواکو ویلي،‌ چې شاخوا ۶۰ تنه پکې ژوبل شوي چې ۲۰ ښځې او ۱۲ ماشومان هم پکې شامل دي.‌

د هرات په روغتون کې سرچینې وايي، چې لږ تر لږه د پنځو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی.

دمګړی هېچا د برید پړه پر غاړه نه ده اخېستې. د طالبانو یو ویاند ویلي،‌چې دوی له چاودنې سره تړاو نه لري.‌

خو افغان ولسمشر اشرف غني طالبان تورنوي او وايي، ترهګرو زمونږ د خلکو په وړاندې خپل غیر قانوني جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکړی او زیاته یې کړه چې هغوی د شخړې سولیز حل ته هېڅ اراده نه لري.

په یوې جلا پېښه کې د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د شنبې یا خالي په ورځ د سړک د غاړې یو بم چاودلی چې د سیمیزو چارواکو په وینا درې کسان پکې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.‌

ددې برید پړه هم چا په غاړه نه ده اخیستې.

په ورته وخت کې وسلوالو طالبانو په شمالي ولایت کندز او بلخ ولایتونو کې بریدونه کړي، ۱۱ امنیتي سرتیري یې وژلي او شپږ نور ژوبل کړي دي.

یو سیمیز چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي،‌ چې برید کونکو همدارنګه د کندز په نښتو کې پنځه سرتیري هم له ځانه سره وړي دي.

طالبانو ددغو دواړو بریدونو پړه منلې ده.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG