واشنګټن ــــ په میانمار کې د پوځي کودتا په ضد احتجاجونه لا روان دي او د خالي- شنبې په ورځ هم د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د پوځ په ضد احتجاجونه شوي چې امنیتي ځواکونو پرې ډزې کړې دي.
چارواکي وایي په ډزو کې لږ تر لږه 11 تنه وژل شوي دي. د وي او اې برما څانګه وایي په منډالي ښار کې د اتو تنو مړینه تایید شوې ده. ځایي رسنۍ وایي یو بل تن د پیایې ښار په مرکز او دوه نور په یانګون ښار کې وژل شوي دي.
بل لور ته د میانمار د متوازي حکومت ځایناستي صدر ماهن وین خېنګ- چې د پارلمان معزولو غړو د فرورۍ د لومړۍ نېټې تر پوځي کودتا وروسته ټاکلی وو- ژمنه کړې ده چې د پوځ د لرې کولو لپاره به "انقلاب" راولي.
ښاغلی وین خېنګ هم د نېشنل لیګ فار ډیموکرېسي ګوند له نورو مشرانو سره پټ وو او د شنبې- خالي په ورځ په لومړي ځل تر را ښکاره کېدو وروسته یې ولس ته په وینا کې وویل، سي آر پي ایچ کمېټۍ پلان یې چې فېډرل جمهوریت اعلان کړي.
د میانمار پوځي حکومت سمدستي د هغه دې دعوې ته څه جواب نه دی ویلی، خو له پارلمانه د ګوښه شویو غړیو جوړه شوې کمېټۍ سي آر پي ایچ یې د فرورۍ پر پینځمه غیرقانوني اعلان کړې وه.
پوځ دغه کمېټۍ ترهګره ګڼلې وه او ویلي وو چې که هر څوک ورسره تړاو ولري نو د بغاوت له مقدمې سره به مخ شي چې وایي سزا یې مرګ ده.
په میانمار کې روانو احتجاجونو ته په کتو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پلټونکي توماس انډریوز له نړیوالې ټولنې غوښتي د برما د پوځ په ضد دې متحد ګامونه واخلي چې په زوره یې واک تر لاسه کړ.
توماس انډریوز د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل ته وویل "د هغو له لاسه چې په میانمار کې یې واک په زوره واخیست د ترهې او بې قانونۍ شاهدي ډېره زړه بوږنوونکې ده".
د میانمار یوه چارواکي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل ته ویلي، پوځ په ډېرې سختۍ سره د احتجاج کوونکو مخه نیسي.
انډریوز وایي له کله راهیسې چې پوځ د ملک واک په لاس کې اخیستی امنیتي ځواکونو لږ تر لږه 70 تنه احتجاج کوونکي وژلي او تر 2,000 ډېر یې په خپلسرې توګه نیولي دي.
انډریوز وایي یوه ویډیو د دې ثبوت دی چې پکې لیدل کېږي امنیتي ځواکونه په ډېره ناترسه توګه احتجاج کوونکي وهي، د خلکو جایدادونو ته تاوان رسوي، دوکانونه لوټي، پر خلکو پرله پسې ډزې کوي. وایي پوځ په منظمه توګه قانوني ځایونو ته زیان اړوي، د اظهار پر ازادۍ او د خلکو په را غونډېدو بندیز لګوي.
د ملګرو ملتونو او ګڼ شمېر نورو هېوادونو په ګډون امریکې هم په میانمار کې د پوځ کودتا کلک مخالفت کړی او تېره میاشت یې د دې هېواد پر پوځي چارواکو بندیزونه ولګول.
د دې اوونۍ په پیل کې هم امریکې د برما د پوځي مشر مین آنګ هلېنګ پر دوو بالغو اولادونو بندیزونه ولګول.
امریکې د میانمار د پخوانۍ مشر آنګ سان سوچي، د صدر وین مایینټ، احتجاج کوونکو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالینو د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه کړې وه چې پوځ تر کودتا وروسته په غیرقانوني توګه نیولي دي.