لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتونخوا: د کرونا درېمه څپه، په اووه ضلعو کې به مارکيټونه په اته بجې بنديږي، نوې حکمنامه


د خېبرپښتونخوا داخله محکمې د کرونا وبا د درېمې څپې په مهال نوې حکمنامه جاري کړې چې ترمخه به یې د صوبې په اووه ضلعو کې مارکیټونه ماښام په اته بجې بندولی شي.

د خېبرپښتونخوا داخله محکمې پرون په 14 مارچ نوې حکمنامه جاري کړې چې پکې ويل شوي د کرونا وبا د مخنيوي دپاره جوړ قانون ترمخه به په پېښور، مردان، نوښار، چارسده، سوات، صوابۍ او ملاکنډ کې مارکيټونه په اته بجې بندولی شي.

خو ورسره ویل شوي چې مېډيکل سټورونه، د خوراکی توکیو دوکانونه، بېکريانې، مستري خانې، پټرول پمپونه، د زرعي الاتو دوکانونه، پرنټنګ پرېس، هوټلې او رېسټورانټونه چې خلک به ترې کورونو ته خوراکونه وړي په دې ځايونو به بندېز نه وي.

دغه رنګ ويل شوي د ودونو هالونه به بند وي، يواځې د هالونو بهر به ودونه کولی شي چې 300 کسان به پکې ګډون کوي. او د کرونا څخه د احتياطي ګامونو سره په هوټلونو کې بهر هم خلک خوراکونه کولی شي.

په عامو ځايونو او د سفر په مهال په ګاډو کې ماسک اچول ضروري ګرځول شوي او احتياطي ګامونه به اخستلی شي او ورسره به په دفترو کې د نيمې پورې کسان د کور نه کار کوي.

په صوبه کې د سنېماګانو او مزارونو سره د لوبو هر ډول هلې ځلې بندې کړی شوي او پارکونه به په شپږ بجې بندول کيږي.

په حکمنامه کې ويل شوي صنعتي هلې ځلې به په دې بندېزونو کې نه وي، پوليس او ضلعي انتظاميه به دا حکمنامه عملي کوي، او سمارټ لاک ډاون به هم لګول کيږي او د یادې حکمنامې سرغړونه کوونکو پرضد به قانون په عمل کې راوستل کیږي.

دا حکمنامه په داسې وخت کې جاري شوې چې په ملک کې د کرونا وبا پېښې يو ځل بيا مخ په زياتي روانې شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې په تير شوا روز کې د کرونا 379 نوې پېښې رپورټ شوي او شپږ تنه ترې مړه شوي هم دي چې ورسره په صوبه کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 2159 ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 13زره 537 کسان مړه شوي دي.

په پېښور کې مېشت عيسا خان اورکزی وايي، د خېبرپښتونخوا د تازه حکمنامې هرکلی کوي بايد خلک په دې عمل وکړي هسې نه چې بيا لاک ډاون ولګي او ډېر تاوان واړوي.

يو ځايي خبريال عرفان موسی زی وايي خلک د کرونا احتياطي ګامونه نه عملي کوي ځکه چې خلک دا کرونا سنجیده نه اخلي.

هغه وويل حکومت حکمنامه جاري کړي خو عمل پرې هغه شان ونه شي چې له امله يې کرونا وبا سېوا کيږي.

د پېښور صدر د سوداګرو د اتحاديې مشر مجيب الرحمان وايي، په اته بجې د مارکيټونو بندولو سره به کاروبارونه د تاوان سره مخ شی ځکه چې په پېښور کې کاروبارونه ناوخته پېل شي او تر شپې ناوخته روان وي.

هغه وويل په تير لاک ډاون کې ورته تاوان اوښتی سامانونه ورسره پاتې شوي او اوس چې روژه راروانه ده دوی به بيا د تاوان سره مخ شي ځکه دوی غوښتنه کوي چې دوکانونه دې په اته بجې نه بندول کيږي.

په خېبرپښتونخوا کې ډاکټران هم وخت په وخت په حکومت نيوکې کوي چې د کرونا څخه احتیاطي ګامونه يې په سختۍ سره نه دي عملي کړي ځکه دغه بې غورۍ وړاندې هم ځاني او مالي تاوان اړولی دی او که اوس هم حکومت کلک ګامونه پورته نه کړي او عام خلک احتياط ونه کړي د نور ډېر تاوان سبب به وګرځي.

XS
SM
MD
LG