لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميانمار: په ينګون کې مارشل لا لګول شوې، 39 مظاهره چيان وژل شوي


د ميانمار په مرکزي ښار ينګون کې پوځ په اطرافو کې مارشل لا لګولې او امنيتي ځواکونو 39 تنه وژلي دي.

د فرورۍ په لومړۍ ورځ د پوځي کودتا وروسته دا لومړۍ ورځ ده چې زياتې وژنې پکې شوي دي.

رویټرز د سياسي بندیوانو د مرستندويه ډلې له قوله ویلي، امنیتي ځواکونو د ينګون په هلينګتايا کې په احتجاج کوونکو ډزې کړي چرته چې د چينايانو کارخانې دي. ښکاري چين د ميانمار د د جنتا پوځ ملاتړ کوي.

د جنتا پوځ په دغه اړه څه نه دي ویلي.

د بنديوانو مرستندویه ډلې ویلي په نورو ښارونو کې د يو پولیس په ګډون نور 16 کسان وژل شوي دي، له دې وړاندې په ميانمار کې په درېم مارچ 38 کسان وژل شوي وو.

په میانمار کې د پوځ لخوا د انګ سانګ سوچي د نيولو او د ملک واک په لاس کې اخستو وروسته مظاهرې اوومې اوونۍ ته داخليږي.

مرستندويه ډلې ویلي امنیتي ځواکونو تراسه پورې 126 کسان وژل شوي او د 2150 نه زيات نيول شوي چې پکې 300 تراوسه پورې خوشي کړی شوي هم دي.

ملګرو ملتونو په ميانمار کې د وژنو غندنه کړې ده.

ملګرو ملتونو ويلي نړیواله ورورولي او سيمه ييز فعالين دې په ګډه د میانمار د اولس او جمهوریت دپاره راوړاندې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG