لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغلان کې د پوهنتون پر بس برید کې دوه تنه وژل شوي، طالبانو برید غندلی


واشنګټن ـــ افغان چارواکي وایي په شمالي ولایت بغلان کې وسلوالو د پوهنتون پر یو بس باندې ډزې کړې چې وایي په نتیجه کې یې یو زده کوونکی او د بس ډرېور وژل شوي دي او څو استادان پکې ټپیان شوي دي.

ځایي پولیس وایي پېښه د مرکز پلخمري ښار په شاوخوا کې هغه وخت شوې، چې د پوهنتون استادان او زده کوونکي بغلان پوهنتون ته روان وو.

سرچینې وایي "په دې بس کې 25 تنه لیکچراران او زده کوونکي روان وو".

پر ټولنیزو رسنیو په خپاره شوي عکس کې لیدل کېږي چې د پوهنتون دا بس له چلوونکي بې قابو شوی او له پاخه سړکه د یوې وړې غونډۍ خواته ګرځېدلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیات ویاند سید حیمد روښان رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې په برید کې د پوهنتون شپږ استادان هم ټپیان شوي دي.

افغان چارواکو د دې برید پړه پر طالبانو ور اچولې خو طالبانو پکې نه یواځې لاس لرل رد کړي بلکې دا برید یې غندلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي:

"د بغلان په پلخمري کې د پوهنتون په موټر برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري. موږ یاد برید غندو او د دښمن دسیسه يې بولو".

په افغانستان کې د تشدد پېښې په داسې حال کې روانې دي چې په قطر کې د سولې خبرې د ځنډ ښکار دي او دوې ورځې وروسته په ماسکو کې د افغان سولې په اړه کانفرنس کېدونکی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG