د افغانستان په پلازمينه کابل کې نن سهار وختي په يو ګاډي چاودنه شوې چې پکې د پوليسو په وېنا لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او 11 نور ژوبل شوي دي.
د کابل پوليسو ويلي چاودنه نن د زیارت/پنجشنبې په سهار (18 مارچ) د ښار په سري کوتل سيمه کې په يو کوسټر ګاډي شوې ده.
افغان رسنيو د پوليسو له قوله په پېښه کې د مرګ ژوبلو سېوا کېدو اندېښنه هم څرګنده کړې ده.
او ځينې رسنۍ وايي چاودنه چې په کوم کوسټر شوې د مواصلاتو او ټېکنالوجۍ د وزارت کار کوونکي پکې سواره وو.
په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
په کابل کې دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې هم نن په ماسکو کې د افغان سولې په سر خبرې کيږي.
د ګل/دوشنبې په ورځ هم په حکومتي مامورین وړونکي بس باندې چاودنه شوې او د څلور ښځينه کار کوونکو او ماشوم په ګډون پکې پينځه تنه وژل شوي وو.