لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: پاکستان د نړۍ دویم خچن هېواد، تر 20 فیصده زیات خلک یې له ککړې هوا مري


پېښور ــــ په نړيواله کچه د هوا ککړتيا معیار ته د کتنې ادارې په خپل يو تازه رپوټ کې ويلي په پاکستان کې هر کال 20 فيصده نه زيات مرګونه د خچنې او ککړې هوا د منفي اغېز د لاسه کېږي.

په دغه رپوټ کې ويل شوي د خچنې هوا د لاسه په خلکو کې بېلابېل رنځونه خورېږې او علتونه يې د ګاډو زياته شمېره او خښتو بټۍ او صنعتونو نه وتونکی لوګی دی.

د پېښور د سرکاري روغتون يو ډاکټر بهار علي وي او اې ډيوه ته وايي، د ککړې هوا د لاسه د سينې غټ رنځونه نمونيا (سکاروی) او يو بل رنځ چې مونږ ورته برانکایټس وايو مخې ته راځي:

"مخکې نه چې چاته د دمې يا ايستما مرض لګېدلی وي نو د خچنې هوا د لاسه هغه رنځوران نور هم سخت شي او روغتون ته په ورتګ اړ شي".

د دغه رپوټ شمېرې ښيي چې پاکستان په ټوله نړۍ کې په خچنو هېوادونو کې په دويم نمبر دی او لاهور ښار په ملکي کچه ټولو نه خچن ښار ګرځول شوی.

څېړونکي وايي په هېواد کې د قوانينو د نه عملي کېدلو او د خلکو د ناپوهۍ د لاسه هوا له يوې ورځې نه تر بلې خچنه کېږي.

د پېښور پوهنتون د ماحولياتو څانګې اسسټنټ پروفيسر ډاکټر اصف خان خټک وايي نن هم د پېښور د هوا معيار انډيکس 165 وو، وایي ددې مطلب دا دی چې دا ډېر زيات دی او هوا ککړه ده:

"کله چې دا انډيکس 50 وي بيا هوا صفا وي. لومړۍ خبره دا ده چې بايد هڅې وشي په سیمه یيزه کچه کار وشي او بيا په ځایي کچه نو دې سره به د ټولې نړۍ هوا صفا شي".

د خېبرپښتونخوا د ماحولياتو څانګې چارواکي وايي د خښتو بټيو مالکان به د لوګي قابو کولو د پاره په خپلو بټیو کې زیګ زېګ ټيکنالوجي لګوي.

د ماحولياتو په اړه د سټېنډنګ کميټۍ مشر او د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی شفيق شېر اپريدی وايي، مخکې ورځو کې یې هم د ککړې هوا د لاسه صنعتونه تړلي وو:

"دې د پاره مونږ په حيات اباد کې هم صنعتونه بند کړي وو ولې چې دوی هوا قابو کولو د پاره فلټرېشن پلانټونه نه وو لګولي. مونږ هغو ته بيا پینځلس ورځې وخت ورکړو چې دغه پلانټونه ولګوي".

په وروستيو کې د روغتيا نړيوالې ادارې يا ډبليو ايچ او په خپل يو رپوټ کې ويلي وو هر کال په ټوله نړۍ کې اووه میلينه يعنې 70 لکه خلک د خچنې هواد له کبله مړه کېږي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG