لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: د قبایلي سیمو زده کوونکي د پنجاب په پوهنتونونو کې د خپلو سیټونو د ختمېدو په ضد احتجاج کوي


واشنګټن ـــ د پنجاب د ګورنر د دفتر مخې ته پښتنو زده کوونکو له څو ورځو راهیسې احتجاج پیل کړی او غوښتنه کوي چې د بهالپور په اسلامیه پوهنتون کې د قبایلي ضلعو د زده کوونکو د داخلې ځانګړې ختمه کړې برخه دې بیرته فعاله کړل شي.

په احتجاج کې شریک د وزیرستان اوسېدونکی اعجاز وزیر چې د بهاولپور اسلامیه پوهنتون زده کوونکی دی وایي، کله چې فاټا له پښتونخوا صوبې سره ګډېدله نو وزیراعظم عمران خان ورسره ژمنه کړې وه چې د فاټا ځانګړي سیټونه به د پنجاب په پوهنتونونو کې غبرګېږي خو وایي هغه ژمنه یې پوره نه کړه:

"ګورنر پنجاب فرمان کړی وو چې د فاټا زده کوونکي به د پنجاب په پوهنتونونو کې مفت تعلیم کوي، د ملتان په بهاوالدین ذکریا پوهنتون او فیصل اباد پوهنتون کې دا نوټیفیکېشن منظور شو خو د بهاولپور اسلامیه پوهنتون ترې انکار کوي".

زده کوونکي د پنجاب ګورنر د دفتر مخته له درو ورځو په احتجاج ناست دي
زده کوونکي د پنجاب ګورنر د دفتر مخته له درو ورځو په احتجاج ناست دي

د پښتون ایجوکېشنل کونسل له خوا د پیل شوي احتجاج په ترڅ کې لسګونو زده کوونکو پرون په مظاهره کې شعارونه ورکول چې د قبایلي ضلعو ځانګړې برخه «کوټه» دې بیرته منظوره شي.

دوی په لاسونو کې شعارپاڼې هم را اخیستې وې چې پرې لیکلي وو "د تعلیم کاروبار، نه منو"، "موږ ته د فاټا د ضم کېدو مېوه راکړئ" او "د پنجاب ګورنر دې خپله ژمنه پوره کړي".

وي او اې ډیوه چې د پنجاب ګورنر له خوا د 2020م کال د اکتوبر پر 31مه خپور شوی کوم نوټیفیکېشن تر لاسه کړی، په هغه کې لیکل شوي چې "د پخوانۍ فاټا زده کوونکي پر ځانګړو سیټونو تر 2027م کال پورې بې له فیسه داخله اخیستلای شي".

په احتجاج کې شریک د زده کوونکو د سازمان یوه مشر مزمل خان کاکړ وي او اې ډیوه ته وویل، د پنجاب تېر حکومت چې د بلوچستان او پخوانۍ فاټا زده کوونکو ته کوم سکالرشپونه ورکړي وو وایي د تحریک انصاف اوسني حکومت ختم کړي دي.

د پخوانۍ فاټا زده کوونکي د پنجاب ګورنر د دفتر مخته احتجاج کوي.
د پخوانۍ فاټا زده کوونکي د پنجاب ګورنر د دفتر مخته احتجاج کوي.

مزمل کاکړ وایي، د بلوچستان او قبایلي ضلعو زده کوونکو په تېر کال کې څو ځله د پنجاب د ګورنر د دفتر مخته احتجاجونه کړي دي، وایي یو ځل دوی له ملتانه تر لاهوره پیاده اوږد لاریون وکړ او بیا له بهاولپوره لاهور ته ورغلل، چې بیا ګورنر ورسره د ځانګړو سیټونو د بیا منظورۍ ژمنه وکړه خو تر اوسه یې نه دي منظور کړي:

"په پوره فاټا کې یو پوهنتون هم نه شته، په بلوچستان کې هم پوهنتونونه یرغمل دي ځکه خو زموږ زده کوونکي کوشش کوي د ښه سبق لپاره پنجاب ته راشي، خو مسلسل له دوو کلونو زموږ سیټونه ختمېږي او مسلسل زموږ زده کوونکي احتجاج کوي".

وي او اې ډیوه چې د پنجاب د بهاولپور د اسلامیه پوهنتون له خوا په دې اړه د تېرې فرورۍ میاشتې پر لسمه نېټه خپور شوی کوم نوټیفیکېشن تر لاسه کړی، په هغه کې لیکل شوي چې د قبایلي ضلعو د زده کوونکو بې فیسه ځانګړې داخلې د 2020م کال لپاره وې او د روان کال لپاره به دوی د اوپن مېرټ سیټونو ته اپلای کوي.

په دې مکتوب کې لیکل شوي چې د قبایلي ضلعو د نجونو لپاره یې 21 سیټونه ځانګړي کړي دي خو وایي هغوی به هم پینځوس فیصده فیسونه جمع کوي، چې د دغو زده کوونکو په وینا یو خو له قبایلي ضلعو نجونه پنجاب ته د تعلیم لپاره نه ځي او بل دوی دومره وس نه لري چې دغه فیسونه پرې کړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG