لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند او امریکا به په خپلو کې پوځي اړیکې ځواکمنوي


واشنګټن - د هند او امریکا جګ پوړو دفاعي چارواکو د شنبې یا خالي په ورځ ژمنه وکړه چې په اندو پسېفېک سیمه کې د چین د زیاتېدونکي اغېز په وړاندې به خپلې دفاعي اړیکې ځواکمنوي.

د اسوسېټېډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزیر لوېید اسټن او د هند د دفاع وزیر رجنات سېنګ په نوي ډلي کې سره ولیدل او په دې یې موافقه وکړه چې دفاعي همکاري، د استخباراتي معلوماتو شریکول او لوجېستیکي مرستې به سره زیاتوي.‌

اسټن وویل، "هند د نړیوال ډینمامېک د چټک بدلون په برخه کې یو مهم شریک دی. زه یو ځل بیا ژمنه کوم چې په انډو پسېفېک کې د هند مرکزي رول ته په کتلو سره خپل دفاعي شراکت نور هم پیاوړی کړو."

دا د ولسمشر جو بایډن له ادراې څخه هند ته د لومړني لوړ رتبه چارواکي سفر دی.

اسټن هند ته وروسته له هاغې سفر وکړ کله چې تېره اونۍ د کواډ په نامه د اسټرالیا، هند، جاپان او امریکا مشرانو سره لیدنه وکړه.

د کواډ ډله له چین سره په سیالۍ کې رامنځ ته شوې چې انتقاد کونکي وايي، د چین په جنوبي او ختیځ سمندر، تایوان او له هند سره د شمالي پولې په اوږدو کې خپل زور ښيي.

چین ویلي، کواډ د چین د پروګرامونو د مخنیوي یوه هڅه ده‌.

د اسټېن هندي سیال سېنګ ویلي، خبرې د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د اړیکو پراخوالي باندې څرخېدې.

سېنګ وویل، "مونږ ژمن یو چې په زرغرده نړیوال سټراټېژېک شراکت ته په بشپړه توګه کار وکړو."

اسټېن د جمعې په ورځ هند ته رسېدلی، د لومړي وزیر نریندرا مودي او د ملي امنیت له سلاکار اجېت ډوال سره یې لیدلي‌ دي.

د ښاغلي مودي له دفتر څخه په یو بیان کې راغلي دي، چې مودي،‌ د دواړو هېوادونو د سټراتېژېک شراکت په برخه کې خپل دید روښانه کړی او د هند او امریکا د اړیکو په برخه کې یې د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو پر ارزښت باندې ټینګار کړی.

اسټن د شنبې یا خالي د ورځې له خبرو څخه مخکې د نشنل وار مېموریل څخه لیدنه وکړه او د درناوي لپاره یې د ګارد لخوا ښه راغلاست وویل شو.

د اسټېن د سفر دا وخت چې په الاسکا کې د امریکا او چین د لوړ پوړو چارواکو تر منځ تر ترخو خبرو وروسته رامنځ ته شوی دا جوتوي چې هند ته د بایډن لخوا د مهم امنیتي متحد په سترګه کتل کېږي.

امریکا او هند په دې وروستیو کلونو کې په خپلو کې پوځي اړیکې ځواکمنې کړې دي او په دفاعي برخه کې یې یو شمېر تړونونه سره لاسلیک کړي دي.‌

په ۲۰۱۹ کال کې دواړو غاړو په خپلو کې د درې بلینه ډالرو په ارزښت دفاعي تړونونه سره وکړل.

د دوه اړخېزې دفاعي سوداګرۍ اندازه پ ۲۰۰۸ کال کې له صفر څخه په ۲۰۱۹ کال کې ۱۵ بیلینه ډالرو ته ورسېدله.

د امریکا او هند امنیتي شراکت سره په واشنګټن کې د دواړو ګوندونو لخوا کلک ملاتړ کېږي خو په دې وروستیو کلونو کې دا اړیکې ځکه نورې هم ټینګې شوې دي چې د چین په وړاندې سیالي وکړي.‌

همدارنګه د هندوستان په ختیځې لداخ سیمه کې له چین سره پر پوله د میاشتنیو خونړیو شخړو وروسته اوس د هند او امریکا اړیکې لا پیاوړې شوې دي.‌

د دغو دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ شخړه وروسته له هاغې سړه شوه کله چې دواړو هند او چین له لانجمنې سیمې څخه خپل ځواکونه په شا کړل.‌

XS
SM
MD
LG