لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه کسانو په اړه مشاورتي غونډې د ورکو خلکو د موندنې سرکاري کمېشن ناکامه بللی


اسلام اباد ــــ په اسلام اباد کې د يو غير دولتي تنظيم ډيفينس آف هيومن رایټس له خوا د بې درکه کسانو په اړه شوې مشاورتي غونډه کې ګډون کوونکو د لا درکه کسانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن ناکامه ګڼلى دى.

د ډيفنس آف هيومن رایټس مشره آمنه مسعود چې د خپل بې درکه خاوند د لټون لپاره هم هلې ځلې کوي وايي چې د کميشن د کاروایي د بایکاټ نه علاوه دوی سره بله کومه لاره نه شته.

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې آمنه مسعود دعوه کړې چې د درې زره بې درکه کسانو نوملړ یې د بشري حقونو وزيرې شېرين مزاري ته ورکړی دی.

د غونډې ګډونوالو د کميشن د مشر جسټس جاويد اقبال د استعفى تر څنګ د حکومت څخه د کمېشن د ختمولو او په جبر د خلکو اوچتول قابل سزا جرم ګرځولو غوښتنې کړې دي.

په دغه مشاورتي غونډه کې د بلوچستان،‌ خيبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان، وزيرستان او د هيواد نورو برخو څخه د بې درکه کسانو د کورنیو غړو، د بشري حقونو فعالينو، خبريالانو او وکيلانو ګډون کړی وو.

په دې موقع په پاکستان کې د بې درکه کسانو د شخړې د هواري لپاره د پارليمان او اعلى عدليې د کردار تر څنګ په دې اړه د مېډيا او د مدني ټولنې د فعالينو د کردار جاج هم واخستل شو.

په غونډه کې دا بحث وشو چې پارليمان د بې درکه کسانو په معامله کې د رياستي ادارو څه احتساب کړی دی. بله دا چې اعلى عدليه په پاکستان کې د قانون د سرلوړۍ او بې درکه کسانو د لټون لپاره څه کردار لوبولى دی؟

د مشاورتي غونډې وروسته په جاري کړى شوې اعلاميه کې د حکومت څخه غوښتنې شوې دي چې د خلکو د جبري اوچتولو پېښې دې قابلِ سزا جرم وګرځي، بې درکه کسان په غير قانوني حراست کې د ساتلو په ځای عدالتونو ته وړاندې کړي او د بې درکه کسانو په حق کې د پېښور او اسلام اباد هايکورټ پرېکړې دې بیرته پر ځاى کړي او ددغو فيصلو په ضد حکومتي اپيلونه دې بيرته واخلي.

په اعلاميه کې د بې درکه کسانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کميشن باندې بې باوري ښودل شوې او د حکومت څخه د دې د ختمولو غوښتنه هم شوې ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ، بلوچ ملتپال ګوندونه، د بې درکه بلوڅانو د لټون تنظیم او د بشري حقونو تنظيمونه په پاکستان کې د بې درکه کسانو شمېر لسګونه زره یادوي.

خو د سپريم کورټ د پخواني قاضي جسټس جاويد اقبال په مشرۍ کارکوونکي حکومتي کميشن په وینا تر اوس پورې دوى سره په درج 6,000 مقدمو کې 400 حل شوي دي خو کمېشن دا نه ښیي چې په دوی کې څومره کورونو ته بيرته راغلي دي او دا چې کميشن د خلکو د جبري اوچتولو په پېښو کې ککړ کسانو په ضد څه کاروایۍ کړې دي.

د بشري حقونو تنظيمونه او فعالين د خلکو په جبري اوچتولو کې د پوځي استخباراتي ادارو لاس ګڼي خو د پاکستان پوځ په دغو پېښو کې د ککړتيا تورونه ردوي.

تېر کال هم د آمنه مسعود جنجوعه سره ملاقات وروسته د هغه وخت د پوځ وياند جنرل آصف غفور ويلي وو د زياتره بې درکه پاکستاني وګړو د مړ ژوندي ځکه درک نه لګي چي وایي دوی افغنستان ته اوښتي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG