پاکستان
پاکستان ۱۲ؤ هیوادونو څخه د مسافرو په ورتګ بشپړ بندیز ولګولو
دکرونا وایرس په خوریدو کې دچټکتیا راتلو سره سم پاکستان د ۱۲ؤ هیوادونو څخه دمسافرو هیواد ته په راتګ بشپړ بندیز پځائ کړی دی.
ډان ورځپاڼه وایي په سي درجه کې دشاملو ۱۲هیوادونو څخه پاکستان ته دمسافرو په ورتګ دا بندیز به د ۲۳م مارچ څخه تر پینځم اپریل پځائ وي.
د کومو هیوادونو نومونه چې پاکستان په سي درجه کې راوړي دي هغې کې بوټسوانا،برازیل،کولمبیا،ګهانه،کومروس،کینیا،موزمبیق،پیرو،روانډا،جنوبي افریقه،تنزانیه اؤ زمبیا شامل دي.
دپاکستان دهوابازۍ ملي ادارې پخپله اعلامیه کې ویلي د سي درجه هیوادونو څخه به دخلکو پاکستان ته په راتګ بشپړ بندیز وي اؤ هغه کسان به هم پاکستان ته سفر نه شي کولی چې دپاکستان پاسپورټ،نائیکوپ اؤ پي او سي لري.
تر دې وړاندې ددغه رقم اسنادو لرونکو پاکستان ته په ورتګ بندیز نه ؤ.
اعلامیه کې راغلي چې دا عارضي ګام پاکستان د کرونا وایرس دخوریدو د مخنیوي په لړ کې پورته کړی دی.
د هوابازۍ د ادارې د ویاند له خولې ډان ورځپاڼې لیکلي چې یادې ادارې پاکستان ته د راتلونکو مسافرو د هیوادونو دپاره خپله سي درجه نوې کړې اؤ برتانیه یې اوس له دغې درجې "بي" درجي ته اړولې ده.
See all News Updates of the Day
د بنو پولیس لاین عملیات پاي ته رسیدلي، پولیس وایي څلور عسکر اؤ پینځه وسله وال پکې وژل شوي
د بنو پولیس وايي دغه سیمه کې د پولیسو په مرکز یا پولیس لاین د شوي وسله وال برید وروسته عملیات سر ته رسول شوي چې پکې څلور پولیس اؤ پینځه برید کوونکي وژل شوي دي .
د ګل په ورځ بنو کې د پولیسو په مرکز وسله والو ډله ییز برید کړی ؤ اؤ تر دغه برید وړاندې د بنو په بکاخیل سیمه کې هم د وسله والو په یو بل برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی ؤ.
د بنو پولیسو په وینا، په پولیس لاین د ترهګرو لخوا د شوي برید نه په مهال ترسره شوؤ عملیاتو کې د پولیسو ترڅنګ د پاکستان پوځي عسکرو او د پوځ ځانګړي ځواک ایس ایس جی کمانډوز هم ګډون درلود او د عملیاتو په پایله کې یې ټول پنځه بریدکونکي وژلي دي.
د دوی په وینا وسله وال برید کې څلور پولیس اهلکار وژل شوي او یو رکشه چلوونکی لاروی د ډزو په ترڅ کې ټپي شوی دی.
د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې د دې برید پړه پغاړه اخستې ده.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دې برید کې پنځه بریدکونکيو برخه درلوده، چې ټولو د برید پر مهال تورې برقعې اغوستې وې، دوی د پولیس لاین مرکزي دروازې ته له رسېدو سره سم، په دروازه کې په ولاړو پولیسو ناتاره ډزې پیل کړې وې، او بیا د پولیسو مرکز ته ننوتلي وؤ.
د بنو د پولیسو د مشر یا ډي پي او ضیاالدین، د دفتر د چارواکو په وینا د پولیسو په مرکز برید د غرمې پرمهال وشو. د برید سره سم، امنیتي ځواکونو په فوري ډول سیمه په ګیره کې واخسته او د پولیسو مرکز ته غځېدلې ټولې لارې یې بند کړې چې د وسله والو پرضد کلک ګامونه ترسره کړي.
د سیمې اوسیدونکو وي او اې ډيوه ته ویلي د عملیاتو په ترڅ کې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېدل، چې له امله یې په سیمه کې ویره شوه او د شاوخوا خلکو خپل دوکانونه هم بند کړل.
ځایي خبریال، روفان خان ، وايي بنو پولیس لاین د ښار په مینځ کې موقعت لري او په عادي حالاتو کې هم د دې مرکز مخې ته خاردار تارونه او د سیمنټو لوی بلاکونه ايښودل شوي وي.
هغه وایي دا امنیتي اقدامات د دې لپاره شوي دي چې د هر ډول احتمالي بریدونو مخه ونیول شي.
ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د پولیس لاین په دروازه مورچې جوړې شوې دي، چې پکې پولیس اهلکار په وسله سنبهال چمتو لېدل کیږي او هر څوک چې د پولیسو مرکز دننه ځي، له سختې تلاشۍ څخه تېرېږي.
د پولیسو ویاند، حنظله قریشي، ډيوه ته وویل برید په داسې وخت کې وشو چې سها یو پولیس اهلکار د نامعلومه کسانو لخوا په بکاخیل سیمه کې وژل شوی و. د هغه د جنازې مراسم د بنو پولیس لاین کې ترسره شول، چې پکې د پولیسو، امنیتي ځواکونو او نور حکومتي لوړپوړي افسران شامل وو.
قریشي زیاتوي چې دا برید یو منظم پلان و. لومړی په سهار کې یو پولیس اهلکار په هدفي برید کې وویشتل شو او بیا په ماسپښین د پولیس لاین د برید هڅه وشوه.
د پولیسو په وینا، د بنو ښار ټولې لارې بېرته پرانېستل شوې دي، خو د پولیس لاین دننه لا هم د پاکونې عملیات روان دي.
چارواکي وايي چې د پېښې په اړه به نور معلومات د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه (اي ایس پي آر) وړاندې کړي. خو تر اوسه د پوځ لخوا ددې برید په تړاؤ څه نه دي ویل شوي چې په برید کې پوځ ته کوم زیان اوښتی که نه؟
علي امین ګنډا پور: د خېبر د جرګې غوښتنې به سل په سلو کې عملي کولی شي
د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي، په خېبر کې د پښتنو دقامي جرګې په مهال چې کومې غوښتنې مخې ته راغلي حکومت به د ایین په چوکاټ کې دننه په هغې سل په سلو کې عمل کوي.
د ګل یا دوشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي وفاق چې د جرګې په اړه کوم اختیارات استعمال کړي هغه غیر ضروري وؤ چې له امله یې حالات خراب شول اؤ مرګ ژوبله پکې رامنځته شوه.
د پښتون تحفظ موومنټ لخوا خېبر کې رابلل شوې د پښتنو درې ورځنۍ قامي جرګې په 13 اکتوبر پخپلو پرېکړو اؤ غوښتنو کې پوځ اؤ وسله والو ډلو ته ویلي وؤ چې باید په دوؤ میاشتو کې دننه له صوبې اوځي.
ښاغلي ګنډا پور وویل ،دا د خوښۍ ځای دی چې د پښتونخوا اسمبلۍ جرګه جوړه کړه ،جرګې د وفاقي حکومت سره خبرې وکړې اؤ د خېبر د جرګې ذمه واري یې واخسته اؤ داسې دا معامله په ښه توګه هواره شوه.
د پاکستان مرکزي حکومت پښتون تحفظ موومنټ ناقانونه ډله ګرځولې اؤ بندیز یې پرې لګولی دی.
د خېبر جرګې په انتظامیي کیمپ له جرګې جوړیدو وړاندې پولیسو چاپه وهلې وه اؤ د صوبې د وزیراعلا په وینا په دغه مهال کارروایي کې د جرګې څلور فعالان وژل شوي اؤ 10 نور ژوبل شوي وؤ.
وزیراعلا خېبر پښتونخوا کې د امنیتي صورتحال په اړه وویل "دا حالات له نن نه 45 کاله وړاندې شورو شوي وؤ کله چې دوه سپر طاقتونه زمونږ پولې ته راغلل اؤ دا وضعیت رامنځته شو"
د هغه وینا وه "مونږ هغه مهال افغانستان کې جنګیدونکو "مجاهدینو "ته اعزاز ورکړو، له بده مرغه بیا امریکا راغله اؤ بیا دغه "مجاهدین "بدل شول اؤ د ترهګرو نامه ورکړل شوه"
هغه وویل د هر حکومت خپلې پالیسۍ یا تګلارې وي، په دې حالاتو کې چې صوبې ته پوځ راغلی ؤ نو د یوې پالیسۍ د لاندې د حکومت په خوښه راغلی ؤ.
هغه وویل هغه وخت حکومت د وسله والو په ضد د پوځ له لارې عملیات ځکه کړي وؤ تر څو امن ټینګ شي خو دا عملیات له دې امله کامیاب نه شول چې د ولس راي پکې نه وه اخستل شوې ځکه نو اوس باید مونږ خپلې خبرې په هغوي( قبایلي ولس) مسلط نه کړو.
وزیراعلا وویل ،قبایلي ولس د پاکستان لپاره ډيرې قربانۍ ورکړې دي خو له بده مرغه د هغوي سره چې کومې ژمنې شوې وې هغه سرته ونه رسول شوې.
علي امین ګنډا پور زیاته کړه د خېبر په جرګه کې چې کومې غوښتنې شوي د هغې لپاره به یوه کمیټي جوړولی شي اؤ دغه کمیټي به د وفاق اؤ صوبایي حکومت ته خپل وړاندیزونه کوي اؤ خرابۍ به ورته په ګوته کوي چې بیا به د هغو خرابیو د لرې کولو هڅه کیږي.
د هغه وینا وه چې مونږ ته به د خپلو ځوانانو ګېلې ختمول وي ، که د چا لهجه ترخه ده نو هغه په غطو لارو ځي، مونږ یې باید بېرته سمې لارې ته راوګرځوؤ.
مونږ ته به په دې معامله سیاست نه وي کول بلکې ددې هواری به راویستل وي، مونږ اوس حال جوړوؤ اؤ مونږ ته به مستقبل هم ځان سره څنګ په څنګ بوتلل وي.
د پي ټي اېم لخوا په خیبر کې ترسره شوې جرګې وسله والو ډلو، پوځ، طالب او داعش ته خبرداری ورکړی چې د پښتنو د سیمې نه دې په 60 ورځو کې وځي او غوښتنه یې کړې په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د 2010م نه وړاندې (پرته د پاسپورټ او ویزې د اوښتو)حالت دې بېرته پر ځای شي.
همدا شان جرګې ویلي چې د قبایلي سیمو لپاره به بجلي وړیا وي اؤ د صوبې په نورو برخو کې به یو یونټ بجلي د پینځوؤ روپو نه بره نه پلورل کیږي.
د پاکستان مرکزي حکومت لا د خېبر په جرګه کې مخې ته راغلو وړاندیزونو یا غوښتنو ته څه غبرګون نه دی ښودلی
څېړونکي وایي که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په رابلل شوې جرګه کې مخې ته راغلي 22 وړاندیزونه ټول په ټوله د پاکستان ریاست لپاره د منلو نه دي خو بیا هم امکان شته چې د جرګې ځېنې وړاندیزونو اؤ غوښتنو ته به حکومت غاړه کښیږدي.
پېښور کې میشت وتلی صحافي محمد فهیم وي او اې ډیوه ته وایي "کله چې هم مونږ د مذاکراتو خبره کوؤ، د مطالبو خبره کوؤ نو کله هم یو فریق چې خپلې مطالبې مخې ته ږدي نو هغه ته دا اندازه وي چې د هغه ټولې مطالبې به نه منل کیږي ځکه نو اکثره د پښتنو په جرګو کې خلک د خپل ضرورت نه زیاتې غوښتنې ونیسي خو کله چې بیا دواړه خواوې کښیني اؤ په دغو مطالبو خبرې کوي نو هغې کې بیا ځېنې مطالبې داسې وي چې دواړه خواوې پرې ځان غلی کولی شي"
هغه وایي د 22 غوښتنو مطلب دا بیخي نه دی چې ګنې پي ټي ایم به پخپلو دې22 واړو غوښتنو باندې په کلکه ولاړ وي بلکې ارو مرو به د مذاکراتو په وخت څه لچک یا نرمښت ښیي.
د محمد فهیم په خبره دې کې په دوؤ میاشتو کې دننه د پوځ اؤ طالب وتل،یا قبایلو ته د ویړیا بجلۍ ورکول اؤ نوره صوبه کې په پینځه روپۍ یونټ ورکول، په پوله بې ویزې اوښتل اؤ افغانستان سره ازاد تجارت هغه مطالبې دي چې پي ټي ایم یې هم په ارزښت پوهه دی اؤ ریاست ته به یې منل ډير اسان نه وي.
خو هغه وایي دا بیا د خوښۍ ځای دی چې دې مطالبو ته د خیبر پښتونخوا د حکومت سرپرسي هم ترلاسه ده اؤ تر دې وړاندې که پي ټي ایم ته د کالعدم تنظیم په نظر کتل کیدل خو اوس په یې غږ په موثره توګه تر ډير لرې پورې اوریدل کیږي.
د شنګهاي د همکارۍ سازمان کانفرنس نن اسلام اباد کې پېل کیږي
په پاکستان کې د شنګهاي د همکاریو د سازمان د سرمشریزې غونډې لپاره ټولې تیارۍ سرته رسول شوي اؤ ټاکل شوې ده د غړو هیوادونو ترمنځ کانفرنس نن د نهې - سه شنبې په ورځ اؤ سر مشریزه غونډه سبا په 16م اکتوبر پیل کیږي.
د پاکستان حکومت د شانګهاي همکارۍ سازمان د غونډې په موقعه سخت امنيتي تدابير په پام کې نیولي دي، سرښار اسلام اباد کې پوځ له مخکې نه ګمارل شوی دی او ورسره اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د اکتوبر د 14مې نه درې ورځې رخصتي اعلان کړل شوې ده.
د پاکستان په کوربه توب کې د ایس سي او په دې 23مه سرمشریزه غونډه کې به د پاکستان په ګډون د اتوؤ هیوادونو وزیراعظمان برخه ولري.
د امنیتي چارو ماهرين امکان څرګندوي چې د شانګهاي همکارۍ د سازمان په دې غونډه کې به د سيمې دننه د ترهګرۍ په ګواښ هم خبرې وشي.
په غونډه کې به د پاکستان استازیتوب وزیراعظم شهباز شریف کوي اؤ د چین وزیراعظم لي چیانګ، د بیلاروس وزیراعظم رومان ګولوف چینکو،د قازقستان وزیراعظم اولړاس بیکتینوف، د روس وزیراعظم میخایل مشوستن، د تاجکستان وزیراعظم کوهر رسول زادہ او ازبکستان وزیراعظم عبداللہ اریپوف به هم ددې غونډې ګډونوال وي.
غونډه کې به د کرغزستان د کابینې چیرمین ړاپاروف اکیل بیک، د ایران د صدر وړومبی مرستیال محمد رضا عارف اؤ د هند د باندینیو چارو وزیر سبرا منیم جی شنکر هم برخه اخلي.
په دې سر مشریزه غونډه کې منګولیا د مبصر په توګه ګډون کوي چې استازیتوب یې د منګولیا د وزیراعظم په غاړه دی اؤ د ترکمنستان برخه به پکې د میلمه په توګه وي.
د نړیوالو او امنيتي چارو کارپوهه محمد تېمور خان وي او اې ډيوه ته وایي،د سيمه ییز پېوستون، تجارت او ددې نه علاوه د بېلتون پالنې ، ترهګرۍ او د سخت درېځۍ خلاف چې د شانګهاي همکارۍ د سازمان غړو هېوادونو کومه مبارزه ده هغه هم د تنظیم په اېجنډا کې شامله ده.
د سفارتي او سياسي چارو خبريال عبدالله مومند وي او اې ډيوه ته ویلي"تر څو چې د ترهګرۍ خبره ده نو هغه دوه طرفه مسله ده، مطلب د پاکستان د افغانستان سره ده او د پاکستان د هندوستان سره ده. اېس سي او چې دی هغه دوه اړخيزه نه دی او په دې غونډه کې بيا افغانستان هم شریک نه دی نو ځكه په دې غونډه کې به د هېوادونو په دوه اړخيزو اړيکو خبرې نه کېږي"
پاکستان اؤ چین یو شمیر تړونونه لاسلیک کړي، د ګوادر هواي ډګر پرانسته یې هم کړې
اسلام اباد ته د چین د وزیراعظم لي چیانګ د سفر په ترڅ کې پاکستان اؤ چین په بیلابیلو څانګو کې په یو شمیر مفاهمي یاداښتونه لاسلیکونه کړي اؤ هم د ګوادر هواي ډګر ورچویل یا انلاین پرانسته شوې ده.
د چین وزیراعظم هوډ څرګند کړی چې هیواد به یې د پاکستان پرمختیا کې خپل کردار همدغسې ادا کوي اؤ وایي د ګوادر هواي ډګر جوړېدل یو مهم سنګ میل دی.
چین اؤ پاکستان د مرستې دا تړونونه په داسې حال کې لاسلیک کړي چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې په چینایي وګړو ترهګریز بریدونه سیوا شوي اؤ چین پرله پسې په پاکستان ټينګار کوي چې د وګړو امنیت یې باید خوندي کړل شي.
د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت شمېرې ښیي چې په تېرو څلورو کالو کې د پاکستان دننه بیلابیلو ترهګریزو بریدونو کې ۲۲ چینایي وګړي وژل شوي دي.
د ګل - دوشنبې په ورځ د پاکستان اؤ چین د وزیراعظمانو په موجودیت کې د دواړو هیوادونو تر منځ په بیلابیلو څانګو کې د تړونونو لاسلیکولو دستوره په اسلام اباد کې راجوړه شوې وه.
د پاکستان د سرکاري ټي وي (پي ټي وي نیوز) له مخې په دغه مهال بیجنګ اؤ اسلام باد د سي پيک د کاري ډلې،د انساني وسیلو د پرمختیا،د اوبو د وسیلو ،اطلاعاتو، مواصلاتو،خوراکي تحفظ،د وړو کلاس رومونو اؤ ګډو لیبارټریو د جوړښت په اړه د مرستو په 13 تړونونو اؤ مفاهمتي یاداښتونو لاسلیکونه کړي دي.
په دغه مهال د ګوادر هواي ډګر انلاین پرانسته هم شوې اؤ د دواړو هیوادونو وزیراعظمانو ویلي چې ګوادر نه یوازې د سیمه ییزې پرمختیا لارې چارې پرانزي بلکې د پاکستان لپاره د ګیم چینجر یا لوبې بدلولو بڼه لري.
وزیراعظم شهباز شریف ویلي پاکستان اؤ چین چې په کومو تړونونو لاسلیکونه وکړل دا به د دواړو دوستو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د ښه تعلق اؤ همکارۍ یو نوی باب اضافه کړي.
هغه وویل د چین وزیراعظم سره یې لیدنه کې ګټورې اؤ تعمیري خبرې کړي اؤ پاکستان د خپل هیواد په ترقۍ کې د چین د کوټلي عزم پخلی اؤ ستاینه کوي.
د وزیراعظم شهباز شریف وینا وه چې د ګوادر هوایي ډګر فعالیدو سره به نه یوازې ګوادر بلکې ګرد هیواد پر مخ لاړ شي .
د شهباز شریف وینا وه" باور درکوم چې نه یوازې د سي پيک دویم پړاؤ باندې به عملدرامد کیږي بلکې د چین اؤ پاکستان د ولسونو د امن اؤ سلامتۍ لپاره به ستاسو سره په ګډه کار کووم"
دستورې په وینا کې د چین وزیراعظم لي چیانګ ویلي د ګوادر هوایي ډګر په سرته رسیدو کې د چین اؤ پاکستان مامورینو شپه اؤ ورځ کار کړی دی اؤ ددې نړیوال هوایي ډګر سرته رسېدل یو مهم څنګ میل دی.
هغه وویل ګوادر د سیمه ییزې ترقۍ لارې ګودرې پرانزې خو ددې تر څنګ د دواړو هیوادونو تر منځ پیاوړې دوستي هم په ګوته کوي.
هغه هوډ څرګند کړو چې هیواد به یې د پاکستان پرمختیا اؤ غښتلتیا کې خپل رول ته همدغسې ادامه ورکوي.
د شنګهاي د همکاریو سازمان کې د ګډون لپاره راغلي د چین وزیراعظم د پاکستان د پوځي سر لښکر جنرال عاصم منیر سره هم لیدنه کړې اؤ پاکستاني رسنۍ وایي چې دې لیدنه کې د دواړو هیوادو تر منځ د اړیکو د لا پیاوړي کولو اؤ پراخولو هوډ ښودل شوی دی.
پاکستان ته د چین د وزیراعظم له سفر وړاندې تېره اوونۍ په کراچۍ هوایي ډګر د چینایي وګړو په قافله شوي ترهګریز برید کې دوه چینایي انجنیران وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تېره میاشت قامي اسمبلۍ ته په ليکلي رپورټ کې پخلی کړی ؤ چې په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان کې لږ تر لږه20 چینایي وګړي وژل شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت لخوا مخې ته د راغلو شمیرو له مخې 17 چینایان په خېبر پښتونخوا او درې په سند (کراچۍ) کې وژل شوي دي خو د کراچۍ د اوسني برید نه وروسته په سیند کې د وژل شوؤ چینایانو شمیره پینځوؤ ته رسېدلې ده
د وژل شوو چینایانو دا شمېره د 2021م نه تر اوسه پورې ده.
د پاکستان پخواني سفیر جوهر سلیم وایي، د پاکستان او چین تر مینځ سي پیک یوه مهمه پروژه ده اؤ داسې هڅې کیږې چې د سی پیک په اړه بې باورې خوره کړی شې او بل اړخ ته د ترهګرۍ د پیښو له لارې دې پروژې ته زیان ورسول شی.
ډيوه سره خبرو کې هغه وایي د بده مرغه په دې وروستیو کې هم دغه رنګه پیښې شوي چې مقصد یې د بې امنۍ د فضا رامنځته کولو هڅې دي.
د زیاتره چینايي پنګو او پراجېکټونو مرکز نا ارامه بلوچستان صوبه ده اؤ بلوچستان صوبه کې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت نه یوازې د چین په مامورینو بلکې د پاکستان په امنیتي ځواکونو هم مرګوني بریدونه کوي.
د پاکستان حکومت د پي ټي اېم دې غوښتنو ته جواب نه دی وېلی چې د پښتنو د سیمو نه دې پوځ او وسله وال ووځي
د پاکستان مرکزي حکومت تر اوسه د پي ټي اېم په غږ جوړې شوې د پښتون قامي جرګې ځېنو لویو غوښتنو، لکه د پښتنو د سیمو نه د پوځ او وسله والو ډلو د وتلو، په ډیورنډ کرښه د پخوا په شان بغېر پاسپورټ ویزې تګ راتګ او د پښتنو لپاره د بجلۍ د کمې بیعې ټاکلو، ته ځواب ویلی نه دی. البته، په پښتونخوا صوبه کې د مرکز په نمایندګۍ ناست ګورنر فېصل کریم کنډي جرګې ته باور ورکړی چې غوښتنې به یې اسلام اباد ته رسوي.
ګورنر کنډي په خیبر کې د پي ټي اېم په بلنه د جرګې میدان کې په زرګونو خلکو ته وینا کې ویلي چې د جرګې قرارداد (پرېکړې) به اسلام اباد ته وړاندې کوي. هغه ووېل: "ډېر خلک به دا کوشش کوي چې پښتانه تقسیم شي، خو تاسو انشا الله متفق وسئ."
د وي او ای ډیوه سره مرکه کې د خېبرپښتونخوا وزیراعلا وویل حکومت به د پي ټي اېم غوښتنو ته کتنه کوي او کوښښ به کوي چې پوره يې کړي.
د وزیراعلا علي امین ګنډاپور نه پوښتنه وشوه چې که پي ټي اېم داسې غوښتنې وکړې چې د عملي کولو نه وي نو حکومت به بیا څه کوي؟ نو ګنډاپور وویل دا یې یقین دی چې د پي ټي اېم مشران به د ایین دننه مطالبې وړاندې کوي او حکومت به کوښښ کوي چې حل يې کړي او که حل يې نه کړی شوې نو دا د ریاست ذمه واري ده چې خپل ولس مطمین کړي.
ګنډا پور زیاته کړه چې کله د پي ټي اېم غوښتنې ورشي نو ګوري به چې کومې مطالبې پوره کول ممکن دي او کومې نه دي؟
د وزیراعلا نه پوښتنه وشوه چې که پي ټي اېم پښتنو د سمیې نه د پوځ او د وسله والو د وتلو غوښتنه وکړي نو بیا به د صوبايي حکومت څه دریځ وي؟ په دې اړه ګنډا پور وویل پوځ په خپله خوښه نه دی راغلی، دا پوځ حکومت خپله راغوښتی دی. هغه وویل پوځ چا او ولې راغوښتی دا د هغه چا نه پوښتل پکار دي چې پوځ ته يې بلنه ورکړې ده.
ګنډا پور بوښتنې وکړې چې پوځ د رابللو پالیسې د چا وه او ولې يې دا پالیسې عملي کړې وه؟ ګنډا پور وویل په وروستیو کې چې په خېبرپښتونخوا کې بیا د عملیاتو خبر کېدله نو هغه يې مخالفت وکړو او ویې وېل د عملیاتو نه نقصان کېږي. هغه وویل د هغه د مخالفت په سبب په صوبه کې بیا عملیات نه شي کېدلی.
هغه زیاته کړه چې ریاست دې دا اختیار نه لري چې څوک يې خوښ نه وي نو د ترهګرو په فهرست کې دې شامل کړي. هغه وویل پکار ده چې په یو فورم بحث کېږي او چې څوک مجرم ثابت شي نو بیا دې د ترهګرو په فهرست کې شامل کړي شي.
پښتون قامي جرګې د اکتوبر په ۱۳مه شپې ناوخته خپلې پرېکړې اعلانې کړې او ۲۲ بېلابېلې نقطې ته يې رامخې ته کړي دي. که څه هم په دې پرېکړو کې مختلفې مسئلې شاملې دي، خو څېړونکي وايي په دې کې د نړيوالو قوتونو د سیمه ییز کردار او اثر په اړه هېڅ نه دي ويلئ شوي.
څېړونکي وايي د پښتون قامي جرګې اعلاميه کې نړۍ ته دغه يو پېغام ورکړئ شو چې تر ټولو مهمه ستونزه يې په سيمه کې امنيت وضع ښه کول دي او په اعلاميه کې زياتره هغه خبرې اچولئ شوې وې کومې چې د هغوئ په وس کې وي.
پي ټي اېم ولې په سیمه کې د نړیوالو قوتونو په اړه خبرې په اعلامیه کې نه دي کړي نو څېړونکي محمود جان بابر وايي "زه دا وايم چې دا ځل دوئ لږ د افغانستان نه ځانونه غاړې ته ساتي چې مونږ اول په دې خپلو ستونزو خبرې وکړو نو بيا افغانستان خبرې ته هم ورنيزدې شو."
د پي ټي اېم مشر منظور پښتين د جرګې په درېمه شپه ناوخته د جرګې پرېکړې اعلان کړې او ويې ويل پاکستان پوځ او وسله وال تنظیمونه دې دوه مياشتو کې زمونږ خاورې نه ووځي، د ډيورنډ کرښه باندې تګ راتګ په لارو دې د ۲۰۱۰ کال نه وړاندې قوانين په ځائ کړئ شي.
ځیني نور څېړونکي وايي د جرګې په اعلاميه کې د چين، امريکې، افغانستان، روس او ايران په اړه ځينې پرېکړې شاملول پکار وو.
د سیاسي چارو څېړونکی فضل رحيم مروت وايي که د سي پېک خبره کېږي او ايا چې دا کومه کيسه مونږه کوؤ که هند شو، مرکزي اسيا شوه، چين شو او روس شو نو دا خو يو بل سره تړلي دي. نو پاتې شوه امريکه او امريکه د هغوئ په ضد راځي او پکار وه چې دغه جرګه کې دا پرېکړه شوې وې او پښتنو ځان ښودلئ وې چې ايا پښتانه د سي پېک په حق کې دي او که نه او ايا نيم پښتون يې په حق کې دئ او نه يې په حق کې نه دئ.
څېړونکي وايي د جرګې په پرېکړه کې قامي ګټو ترڅنګ د منطقې سياست او په خاصه توګه نړيوال سياست ته کتنه پکار وه ځکه چې په دې منطقه کې چې څه هم کېږي نو هغه د لوئ ګېم او کولډ وار د لاندې کيږي.
څېړونکی سيد فخر کاکاخېل وايي پکاره ده چې پي ټي اېم وېلی وی افغان طالبان دې د انجونو تعليمي ادارې پرانيزي کومې چې تړلئ شوي دي نودا يوه نړيواله خبره ده او که دې ته دا رنګ ورکړئ شي چې دا غوښتنه ستاسو نه د ټولو پښتنو ده او دا وکړئ. نو ښکاره خبره ده چې د افغانستان تر حده پورې يا د پولې دې غاړې پورې به د دې اثرات وي خو نېغ په نېغه تاسو وايې چې د دې په بهرنيو چارو او په سيمه کې چې کوم بدلون راغلئ نو هغې په اړه په دې هيڅ خبرې نه دي شوې.
څېړونکي وايي بايد پښتون قامي جرګه کې د نړيوال سياست د لاسه خوره شوې ترهګري او انتهاخوښۍ ته کتنه شوې وې او دې په اړه يوه واضحه تګلاره مخې ته راوړلئ شوې وې.
په خېبر کې پښتون قامي جرګې په اعلامیې کې غټې پرېکړې کړي دي دغه اهداف تر څومره لوړ او د حیرانتیا وړ دي؟ او آیا د دې اهدافو د عملي کولو کوم پلان هم تجویز شوی؟
په دې اړه ځیني څېړنکاران وايي د پښتون ژغورنې اعلان شوې دغه ۲۲ پرېکړې داسې دي چې منطق او دليل سره برابر ګنل کيږي.
د پېښور یونېورسټۍ د صحافت د څانګې استاذ او څېړونکی پروفېسر فېض الله جان وايي “په دې کې هيڅ شک نشته چې ددې جرګې د اعلاميي يا پرېکړو څخه خلکو ته ډېرې عجيبه عجيبه تمې يا هيلې وې خو ښه خبره دا ده چې دې جرګې کومې پرېکړې وکړې په هغې کې يو هم داسې نشته چې عملي کول يې ممکن نه وي …”
د پي ټي اېم په جرګه کې چې د قبايلي او پښتنو مشرانو په شمول د خېبر پښتونخوا د سياسي ګوندونو مشرانو او بيا د صوبې اعلا وزير او ګورنر هم موجود وو. د جرګې د پرېکړو سره ټول ګوندونه او استازي رضا شوي، خو پوښتنه دا ده چې ايا دغه پرېکړې به ورسره حکومت هم ومني ـ او که حکومت دا پرېکړې نه مني نو په داسې کې د جرګې له لوري په بل کوم پلان هم صلاح شوې ده؟
په دې اړه څېړونکی پروفېسر ډاکټر عرفان وايي پي ټي اېم د خپلو غوښتنو عملي کېدو دپاره دوه میاشتې وخت ورکړی دی او ددې مطلب دا دی چې که چرې رياست دوه مياشتو کې دغه پرېکړو ته جواب ورنکړو نو یقیني خبره ده چې د غورځنګ سره به پلان بي موجود وي.
د پاکستان حکومت د پي ټي اېم په غوښتنه د قامي جرګې د جوړولو نه وړاندې، په شپږم اکتوبر پي ټي اېم یو غېر قانوني تنظیم وبالو.
په پي ټي اېم د حکومت د وروستي بنديز نه ډېره موده وړاندې، د پاکستان نزدې ټول حکومتي او شخصي ټېلېوېزنونه او د مېډیا نورې برخې، یا د خپله ځانه او یا د کومو چارواکو په اشاره، د پي ټي اېم اوسنۍ جرګې یا د دغه تنظیم د سولې لویو جلسو او غونډو ته ځای نه ورکوي.
د تېرې شورو/سهه شنبې په ورځ په خیبر کې پولیسو د جرګې میدان ته په ورغلو کې ډزې هم کړې وې.
پي ټي اېم وايي پولیسو په ډزو د تنظیم څلور کسان وژلي او نهه نور یې ژوبل کړي دي. قامي جرګې نن په پېښه کې وژل شوي کسان هم یاد کړل
د یادې پېښې وروسته، حکومت پي ټي اېم ته د جرګې په کولو مجبور شوی وو. د بشري حقونو ډلو د پي ټي اېم پر ضد د حکومت ګامونه غندلي وو.
پېښور ته نزدې، په خیبر کې د جرګې له امله، د تېرو څو ورځو راسې، د جرګې د ځای شاو خوا سیمو کې انټرنټ یا تړل شوی وو او یا ډېر ضعیف وو.
د انټرنټ د نشتوالي له امله، وي او ای ډيوه هم د جرګې د میدان نه نېغ په نېغه خبرونه ورکولای نه شي.
Forum