لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نور 3669 کسان په کرونا اخته شوي، 20 مړه


په پاکستان کې نور 3669 کسان په کرونا وايرس اخته شوي او نور 20 تنه يې مړه کړي دي، په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 13زره 863 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تيرو 24 ساعتونو کې د 3669 کسانو په کرونا اخته کېدو سره تراوسه پورې په ملک کې د کرونا ټولې پېښې شپږ لکه 30زره 471 ته رسېدلې دي.

خو ويل شوي په دې کې پينځه لکه 83زره 538 کسان ښه شوي هم دي.

په پاکستان کې چارواکي وايي دا وخت د کرونا وبا درېمه څپه روانه ده او د منصوبه بندۍ او پرمختيا وزير اسد عمر ويلي دا درېمه څپه ډېره په تيزۍ سره خوريږي او د مړينو کچه پکې هم سېوا ده.

هغه ويلي که خلک د حکومت لخوا د کرونا د مخنيوي او احتياط په لړ کې په لارښوونو عمل ونه کړي حکومت به سخت بندېزونه ولګوي.

سرکاري شمېرې ښايي دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 2423 کسان روغتيايي حالت هم سخت دی.

بل لور ته د دوايانو د انتظام ملکي ادارې د بهر څخه د کرونا راغوښتل شوو ويکسينو دپاره بيې هم مقرر کړي دي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د د روس څخه راغوښتل شوو دوه ډوزه ويکسين قيمت اته زره449 روپۍ او د چين د ساينو فام ويکسين يو ډوز بيه څلور زره 225 روپۍ ټاکل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG