لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پرل په وژنه تورن، عدالت بري کړی عمرشېخ د کراچۍ نه لاهور ته منتقل کړی شوی دی


د امریکايي جرنلېسټ ډېنيل پرل په وژنه تورن عمرشېخ چې عدالت په دغه قضيه کې بري کړی، د کراچۍ څخه لاهور ته منتقل کړی شوی دی.

ډان ورځپاڼې ويلي د پنجاب پولیس يو لوړ پوړي چارواکي اېسوسي اېټډ پرېس ته ویلي احمد عمرشېخ د امنيت له امله د پنجاب پوليسو ته سپارل شوی دی.

د عمرشېخ پلارنۍ سيمه لاهور ده. پوليس چارواکي د عمرشېخ لاهور ته منتقل کولو په اړه نور تفصيل نه دی ورکړی خو ويل شوی هغه د امنیت له امله د کراچۍ څخه لاهور ته منتقل کړی شوی دی.

د ډېنيل پرل د تښتونې او وژنې په تورعمرشېخ په دغه قضيه کې د مرګ او نورو درېو کسانو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته د عمر بند سزاګانې اورل شوې خو تېر کال د اپرېل په دوهمه سيند هايکورټ د عمرشېخ سزا په اووه کاله بند او د نورو د سزاګانو ختمولو فېصله يې اورولې وه.

د يادې فېصلې پرضد سيند حکومت اود ډېنيل پرل مور او پلار سپريم کورټ ته تللي وو.

د پاکستان سپريم کورټ په 28م جنورۍ د ډينيل پرل د تښتونې او وژنې په قضيه کې د سيند هايکورټ فېصله په ځای ساتلې او د مرکزي تورن احمد سعيد عمرشېخ او هغه سره نورو درېو کسانو د خوشي کولو امر یې کړی وو.

امریکې د پاکستان د سپريم کورټ په فېصله سخته اندېښنه څرګنده کړې او بيا د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په دغه لړ کې په 29م جنورۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره خبرې هم کړې وې.

د سيند صوبې حکومت هم په 29م جنورۍ سپريم کورټ ته خواست کړی چې ستره محکمه دې خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي.

د پاکستان ستري محکمې (سپريم کورټ) په دوهمه فرورۍ امر کړی وو چې احمد عمر شېخ او نور دې په سمدستي ډول د تيزندۍ د خونې وويستل شي.

ډيېنل پرل چې د وال سټريټ جنرل د جنوبي ايشيا بېورو چيف وو په کراچۍ کې په کال 2002 کې هغه وخت تښتول شوی وو چې په تندلارو يې خبر جوړولو، او بيا وروسته وژل شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG