لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په کولوراډو رياست کې په ډزو کې څو کسان وژل شوي


د امریکې په کولوراډو رياست کې په يو سپر مارکيټ کې په ډزو کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي، چارواکو ويلي په وژل شوو کې يو پوليس افسر هم شامل دی.

د ډزو ياده پېښه د ګل/دوشنې په ورځ د کولوراډو په بولډر کاونټۍ کې مخې ته راغلې ده.

پوليس ویلي د ډزو په تور مشکوک يو تن يې نیولی خو د هغه په اړه نور تفصيل نه دی ښکاره کړی شوی.

د بولډر کاؤنټۍ وکيل مايکل ډوګرټي ویلي پوليسو د پېښې پلټنې پېل کړي دي خو علت يې تراوسه نه دی مالوم شوی.

په امریکا کې په یوه اوونۍ کې د ډزو دا دوېمه پېښه ده.

له دې وړاندې په 16 مارچ د جارجیا رياست په اټلانټا ښار کې په درې مساج پالرو کې د ډزو پېښه شوې او اته تنه پکې وژل شوي چې پکې زياتره اسيايي ښځې شاملې وې.

ډوګرټي ويلي د بولډر کاونټۍ په پېښه کې هغه خلک په نخښه شوی چې سوداګانې يې کولې.

د کولوراډو ګورنر جېرډپولس ويلي د بولډر په پېښه يې زړه مات شوی دی.

د سپينې ماڼې د مطبوعاتو سېکترې جېن ساکي ویلي، صدر جوبايډن ته د پېښې په اړه احوال وړاندې کړی شوی او د نور پرمختګ په اړه به صدر ته خبر ورکولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG