لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: ماشومان چې ټولنیزې رسنۍ کاروي په صحت او رویو یې بد اغېز کوي


پېښور ــــ د ماشومانو د حقونو دپاره کارکوونکي او د روغتیایي چارو پوهان وايي په هېواد کې چې کم عمره ماشومان ټولنيزو رسنۍ کاروي دا د دوی په صحت بد اغېز غورځوي او په رويو کې يې بدلون راولي.

دوی وايي د کم عمر ماشومانو ته د غټ عمر د کسانو له اړخه ويډيوګانې، پيغامونه او نور غېراخلاقي مواد ورلېږل کېږي چې د دوی د فکر د بدلولو سبب ګرځېدې شي.

د پېښور يو زده کوونکی 16 کلن علي حسن وايي د سوشل مېډيا کارولو مونږ سره دوه منفي اړخونه دا دي چې د تعلیم نه د ماشومانو توجه اړوي او په صحت يې هم منفي اغېز وي:

"مونږ ډاکټرانو نه اورېدلي دي چې څومره د سکرين کارول زيات شي نو هغه په صحت اثر غورځوي او نظر هم کمزورئ کوي".

په مطبوعاتو کې خپاره شوي رپوټونه وايي د نورو ټولنيزو رسنيو په نسبت انسټاګرام هڅه کوي چې دغه ايپليکېشن د کم عمره ماشومانو د پاره محفوظ کړي. په دغه رپوټ کې ويل شوي، انسټاګرام داسې اکاونټونه بند کړي چې ماشومانو ته ترې پېغامونه لېږل کېدل.

د ماشومانو د حقونو دپاره کارکوونکی عمران ټکر وي او اې ډيوه ته وايي يو اړخ ته زه دا منم چې ماشوم ته مالومات راځي او دوی يې مخکې هم پسې خپروي خو بل پلو دوی له بدني زيان سره مخ کېږي:

"ټولنيزې هلې ځلې به يې چې پخوا کولې هغه ختمې شوې، په عمومي توګه د ده ژوند باندې منفې اغېز ډېر غورځوي".

د صحت چارو پوهان وايي ماشومان په سوشل مېډيا د تشدد نه ډکې وېډيوګانې او نور داسې مواد ګوري چې د دوی ذهني صحت اغېزمن کوي.

په خېبر ټيچنګ روغتون کې د نفسياتو د څانګې مشر پروفيسر ډاکټر بشير احمد وي او اې ډيوه ته وويل، لومړۍ خبره دا ده چې سکرين ته وخت ورکول که هغه موبايل وي او که لېپټاپ او زمونږ پرې قابو نه وي نو دا د يو ماشوم په دماغو نېغ په نېغه بد اثر غورځوي:

"بدبختۍ نه چې يو ځل دې انټرنېټ ولګاوه بيا ډېر مواد داسې تاله راځي چې ستا په قابو کې نه وي او بيا هر رنګه شيان درته راځي او زه به بيا نه غواړم چې ماشومان هغه مواد وګوري".

ډاکټر بشير احمد وايي د مېندو او پلرونو سره سره د استاذانو هم سل فېصده ذمه واري جوړېږي چې په خپلو ماشومانو نظر وساتي او د خپلو ماشومانو د پوهې د پاره يو مهم وچلوي:

"انټرنېټ د وخت ضرورت جوړ شوی خو په ماشومانو نظر ساتل هم ډېر مهم دي".

د ماشومانو د حقونو او صحت چارو پوهان وايي بايد په حکومتي کچه د ټولنيزو رسنيو د منفي او مضبت اغېز په اړه ماشومانو ته پوهه ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG