لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: ښځینه ښوونکو بیا احتجاج پیل کړی، وایي پولیسو پرې تشدد کړی


کوټه ــــ څلور مياشتې پس يو وار بيا د کوټې د پريس کلب مخ ته د بلوچستان د بېلابېلو سيمو د ښځينه زده کوونکو احتجاجي ناسته له تېرې يوې اونۍ دوام لري او وایي وړمه ورځ ورباندې پولیسو تشدد کړی دی.

په احتجاج کې شريکه استاده ساجده وايي "له تېرو اتو مياشتو څخه ورته تنخوا نه ده ورکړل شوې او حکومت د دوی د نوکرۍ پخولو وعده دوه کاله مخکې کړې خو وعده یې تر اوسه نه ده پوره کړې".

وړمه ورځ احتجاجي ښځينه ښوونکې د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ مخته د احتجاج لپاره په لاره وې چې پوليسو يې مخه ونيوله او په هم دې وخت د پوليسو او ښځينه زده کوونکو تر منځ په اخ و ډب کې يوه ښځينه او يو نارينه ښوونکی بې هوشه شول.

احتجاج کوونکې ښوونکې وايي د پوليسو د وهلو په نتيجه کې د دوی ښځينه او نارينه ښوونکي ټپيان شوي او يو نارينه استاد د پولیسو له وهلو ډبولو ورسته د ګوزڼ ناروغۍ وهلی.

پوليس او حکومتي چارواکي دا تورنه ردوي، خو د اپوزيشن ګوندونو مشرانو هم دا تور پورې کړی چې پوليسو تشدد کړی او د ښځينه استادانو د احتجاج مخه يې نيولې.

د ملسم ليګ ن بلوچستان ځايي مشر شېخ جعفرخان مندوخېل، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ غړي نصرالله زېري، د بي اين پي مېنګل غړي نوابزاده لښکري ريساني په خپلو بيانونو کې پر حکومت او پوليسو نيوکې کړې او د مسئلې د حل غوښتنه يې کړې.

د حکومت په نمايندګۍ د پبلک هيلت انجينېرنګ وزير نور محمد دومړ تېره ورځ د احتجاج کوونکو او پوليسو تر منځ له اخ وډب وروسته په ملاقات کې احتجاج کوونکو ته وويل چې حکومت به د دوی د احتجاج مخه نه نيسي او د دوی غوښتنې به ژر ومنل شي. دومړ وويل دغو استادانو ته وویل دوی دې يوه کمېټه جوړه کړي:

"د کابېنې د يوه غړي په حيث دا درته وايم چې ستاسو ستونځه به له وزير اعلا جام کمال او پر هر فورم بيانوم او د حل لاره بې را وباسو، زموږ د ګوند مشنور دا نه دی چې موږ يو څوک بې روزګاره کړو".

د بلوچستان حکومت په ايالت کې د ښځينه ښوونکو د کمۍ د پوره کولو په مقصد په کال 2016م کې د ګلوبل ايجوکېشن پارټنرشپ په مالي مرسته 1,500 ښوونکي ګومارلي وو چې پکې تر 1,300 زياتې ښځينه ښوونکې دي.

د محکمه تعليم چارواکي وايي حکومت د دوی د نوکریو د پخولو پلان ترتيب کړی او لوړ پوړو چارواکو ته يې هم سفارش کړی، خو احتجاج کوونکې ښځينه ښوونکې وايي تر څو حکومت دوی ته پوره باور ور نه کړي خپل احتجاج به روان ساتي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG