لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فیسبوک د ایغوریانو پرضد د چین د هېکنګ عملیات موندلي


واشنګټن – فیسبوک د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې په چین کې هکرانو د فیسبوک د جعلي اکاونټونو او ویب پاڼو په کارولو سره کوښښ کړی چې د ایغور مسلمانانو کمپوټرونو او مبایل ټیلیفونونو ته ورننوځي.

فیسبوک ویلي، په دغو پټو پېچلو عملیاتو کې د ایغور فعالان، ژورنالستان او د چین د سینکیانګ د سیمې مخالفین په نښه شوي دي او همدارنګه هغه ایغوریان هم پکې په نښه شوي دي چې په ترکیه، قزاقستان، امریکا، سوریې، اسټرالیا، کاناډا او نورو هېوادونو کې اوسېږی.

هکرانو هڅه کړې چې د تش په نامه ژورنالستانو او فعالانو په نامه د فیسبوک د جعلي اکاونټونو او جعلي ویب پاڼو په جوړولو سره چې د ایغوریانو لپاره جالب وي، کمپیوټرونو او مبایلونو ته ننوخي.

خبر زیاتوي، په ځینو کېسونو کې هکرانو په ایغوریانو کې د مشهورو خبري سایټونو په څېر جعلي ویب پاڼې جوړې کړې دي.

په دغو اکاونټونو او ویب پاڼو کې خطرناک لینکونه اچول شوي وي. کله چې په نښه شوي خلک پرې کلېک وکړي نو د هغوی کمپوټرونه او مبایلونه به په دې وایرس باندې ککړ شي او دوی ته به اجازه ورکړي چې و یې څاري.

د دغو سافټوېرونو له لیارې بیا دوی کولای شي چې د هک د قربانیانو ځای، اړیکې او داسې نور اړونده معلومات راخپل کړي.

په سلګونو کسان په نښه شوي دي:

فیسبوک ویلي دی، چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې تر ۵۰۰ کم کسان د هکرانو لخوا په نښه شوي دي.

فیسبوک ویلي، دوی دغه سافټ وېر په خپل روټین امنیتي کار کې وموند او ژر یې خنثی کړ او په ورته وخت کې یې قربانیان خبر کړل.

د هکېنګ زیاتره پېښې له فیسبوک پاڼې څخه د باندې په نورو پلټفورمونو باندې شوي دي.

د فیسبوک پلټنون د هکرانو او په چین کې د ټکنالوجۍ د دوه مېشتو کمپنیو ترمنځ اړیکې موندل شوي دي خو د چین له حکومت سره کومه مستقیمه اړیکه نه ده موندل شوې.

خو د فایر اي په نامه د انټرنیټي څېړنو ادارې په یو بیان کې ویلي دي، چې "مونږ باور لرو چې دا عملیات د چین د حکومت په ملاتړ ترسره شوي دي."

امریکایي چارواکي او د بشري حقونو ډلې وايي، چې چین تر یو میلیون زیات ایغور مسلمانان په توقیف ځایونو کې بندي ساتلي دي.

دغه کسان ځورول شوي، شنډ کړای شوي او په زوره پرې کارونه کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG