لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبايډن: د لومړۍ مې پورې به د افغانستان نه د امریکايي پوځ وتل ګران وي


د امریکې صدر جوبايډن ویلي د افغانستان نه به امریکايي پوځ ووځي خو دا چې کله به ووځي نېټه يې نه ده ویلې.

نوموړي دغه خبره په سپينه ماڼۍ کې په خپله لومړۍ رسمي خبري غونډه کې کړې ده.

جوبايډن ویلي، د لومړۍ مې پورې به د افغانستان نه د امريکا د پوځ وتل ګران وي خو ویلي يې دي د هغه په خیال په راتلونکي کال کې به په افغانستان کې امریکايي پوځ نه وي.

هغه ویلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو د ټاکلې مودې نه په ممکنه توګه د وروسته کېدو تکنیکي علتونه دي.

ښاغلي بايډن زياته کړې هغه اراده نه لري چې د اوږدې مودې پورې په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د بايډن انتظامیه د افغانستان د سولې په لړ کې د طالبانو سره شوې ژمنې ته بيا کتنه کوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخکني صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميې د کال 2020 په فرورۍ کې د سولې توافقنامه لاسليک کړې وه.

امریکايي چارواکي وايي طالبان د يادې توافقنامې ترمخه په خپلو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلي تشدد یې نه دی کم دی کړی.

امریکا وايي ګوري چې طالبانو د القاعده او نورو وسله والو ډلو سره اړيکې غوڅې کړي دي که نه دي.

بل لور ته طالبان ټينګار کوي چې واشنګټن بايد دغه تړون ته درناوی ولري.

طالبانو ویلي که امریکا د لوظنامې ترمخه د لومړۍ مې پورې د افغانستان نه نه ووځي طالبان به بيا په ټولو خبرو غور کوي.

د امريکا د وسله والو خدمتونو د کمېټۍ چيرمېن اېډم سمت د شورو/ چارشنبې په ورځ ویلي، د مې د لومړۍ نېټې وتل به ډېر زر وي.

درې ورځې وړاندې په برسلز کې د نېټو سېکرېټري جنرل جېنس سټولټنبرګ سره په شریکه خبریالانو سره خبرو کې د امريکې د بهرنيو چارو وزير اېنتوني بلينکن وویل،

د افغانستان په اړه صورتحال ته بیا کتنه کېږي او په دې لړ کې به هغه په برسلز کې د نېټو اتحادیانو سره صلاح مشوره کوي، د نېټو مامورینو خبرو ته به غوږ ږدي او د امریکې سوچ به ورسره شریکوي.

بلينکن وویل امریکا که دافغانستان په اړه هر څه ګام اخلي په دې اړه به د نېټو غړو هېوادونو سره مشوره کوي ځکه چې نېټو په افغانستان کې د پوځي مشن برخه وه. "مونږ یو ځای تللي یوو… او چې وخت سم وي، مونږ به یو ځای ( د افغانستان) نه وځوو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG