لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دایټمي میزایل شاهین ون ای بریالۍ ازموئنه کړې ده


پاکستان د زمکې نه په زمکه د وار کوونکي اټومي توغندي شاهین ۱ ای بریالۍ ازموئنه کړې ده اؤ پوځ وایي چې دا میزایل تر۹۰۰ کلو میټره خپل هدف په نخښه کولی شي.

دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانګې لخوا په یو بیان کې ویل شوي چې ددې توغندي دازموئنې مقصد دعصري لار نقشې اؤ دسلو دنظام دبیلابیلو طرزونو اؤ تیکنیکي عواملو سر دوباره پخلی کول دي.

دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي، وزیرعظم عمران خان،د ګډو ځواکونو دکمیټې چئیرمین اؤ د درېواړو پوځونو مشرانو د شاهین ون ای توغندي په کامیابه ازموینه خوشحالي ښکاره کړې ده اؤ سائنسدانانو ته یې په دې مبارکي ویلې ده.

پاکستان د ایټمي توغندي دا تجربه یوازې دوه اوونۍ وروسته له هغې کړې چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په اسلام اباد کې یوې دستورې ته خپله وینا کې دعوه کړې وه چې پاکستان دامنیتي ګواښونو باوجود ددفاع په چارو ډير کم لګښتونه کوي.

تر دې درې میاشتې وړاندې په دریمه فرورۍ هم پاکستان د اټومي توغندي غزنوي تجربه کړې وه کړې وه چې دغه توغندې تر ۲۹۰ کلو میټره خپل هدف په نخښه کولی شي.

همداشان د روان کال په پیل دجون میاشت کې پاکستان د شاهین ۳ په نوم دیو بل اټومي توغندي بریالۍ ازموئنه کړې وه.

دغریبۍ اؤ‌ بدو ورځو سره مخ رقیب ګاوندي هیوادونه پاکستان اؤ هند هرکال دخپل بجټ زیاته برخه ددفاعي اړتیا ؤ په نوم په پوځ مصرفوي اؤ وخت په وخت دنوؤ وسلو اؤ میزائیلو تجربې کوي.

مطبوعاتي راپورنه وایي د دواړو هیوادونو دنیمایي نه زیات وګړي دتعلیم،صحت اؤ روزګار په مدونو کې دګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي اؤ ګڼ شمیر وګړي پکې په خلاص مټ ډوډۍ هم نه مومي.

هند او پاکستان تر دې دمه یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمیر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوي دایټمي وسلو زغل نور هم چټک شوی دی.

دسيپري په نوم دپلټنو دنړیوالې ادارې په دې وروستیو کې پخپل یو راپور کې ویلي پاکستان په نړۍ کې هغه لسم هیواد دی چې دخپل کلیز بجټ زیاتې پیسې د بهر څخه د وسلو په اخستلو مصرفوي.

په رپورټ کې ویل شوي وؤ چې دې وسلو کې هوایي جنګي الوتکې،وړې سمندري بېړې اؤ نورې درنې وسلې شامل دي چې پاکستان یې دخپلې دفاع اؤ اړتیاؤ په اساس سوداګانې کوي.

داقتصادي چارو کار پوهه پروفیسر منظور احمد وي او ای ډیوه ته ویلي دپاکستان په دفاع چې څومره لګښتونه کیږي هغه ددې هیواد دمعیشت دحجم څخه ډیر لوړ دي اؤ ددې لګښتونو په وجه دپاکستان دتعلیم، روغتیا اؤ اؤ ټولنیزې څانګې نورې برخې اغېزمنې کیږي.

پاکستان اؤ هند د ١٠٠ څخه زیات ایټمي بمونه لري او د دغه بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د زمکې، هوا او د اوبه دلارې ذریعې پیدا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG