لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجوبائیډن حکومت ته په افغانستان دطالبانو دقبضې خبرداری ورکړل شوی


دامریکې خفیه یا استخباراتي ادارو د جوبائیډن حکومت خبر کړی دی چې که چرې افغانستان کې په متحاربو ډلو د اقتدار د ویش دتړون نه پرته له دغه هیواد څخه امریکایي ځواکونه راوویستل شي نو نو د دوؤ نه تر درېوؤ کالو موده کې طالبان دافغانستان زیاتره برخه باندې قبضه کولی شي.

خو څېړونکي وایي که هر افغان اړخ غواړي چې افغانستان دڅلویښت کلنې جګړې څخه را وباسي نو ددې دپاره به ورته دخپلو ګټو اؤ اقتدار څخه تیریدل وي اؤ که هدف یې واک ته رسیدل یا په واک کې پاتې کیدل وي نو بیا افغانستان راتلونکي کې دیو بل مشکل سره مخ کیږي اؤ ددغه مشکل هدف به افغانستان اؤ دافغانستان ولس وي.

دبرتانوي خبري اژانس رائټرز له مخې امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټائمز پخپل یو رپورټ کې دنامعلومو امریکایي چارواکو له خولې ویلي چې که طالبان دافغانستان په زیاترو برخو واک ترلاسه کړي نو دې سره به افغانستان کې القاعده ته یو وارې بیا د منظم کیدو موقعه په لاس ورشي.

دامریکې صدر جوبائیډن دا مهال په دې پرېکړې کولو کې بوخت دی چې ایا افغانستان څخه درې نیم زره امریکایي پوځيان د وړومبي مئ پورې وباسي که نا؟

دامریکا دمخکیني صدر ډانلډ ټرمپ په واکمنۍ کې تیرکال طالبانو سره شوي تړون کې د وړومبي مئ نه افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو د وتلو ژمنه شوې ده خو د صدر جوبائیډن انتظامیه وایي چې طالبانو ددغه تړون په اساس خپلې ژمنې نه دي پوره کړي اؤ هغوئ جاج اخلي چې دټاکلې نیټې پورې خپل ځواکونه وباسي که نه؟

امریکایي ورځپاڼې لیکلي یو شمیر امریکایي چارواکي چې افغانستان کې دپوځیانو دایسارؤلو پلوي دي هغوئ دخفیه ادارو د رپورټ څخه په استفاده په دې خبره ټينګار کوي چې د پوځ د ویستو دپاره د ورکړل شوې نیټې نه وروسته هم باید امریکایي سرتیري افغانستان کې وساتل شي.

امریکایي صدر جوبائیډن هم سپینه ماڼۍ کې دخپل وړومبي مطبوعاتي کانفرنس په مهال ویلي وؤ چې افغانستان څخه دټاکلې نیټې له مخې د ځواکونو ویستل به بې کچه ګرانه وي.

خو تیره ورځ طالبانو د جوبائیډن دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې ویلي چې که امریکې د ژمنې سره سم دټاکلې نیټې مطابق خپل ځواکونه له افغانستانه ونه ویستل نو هغوئ به یې په ضد جګړه پیل کړي.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي دافغانستان راتلونکی سیاسي نظام ټاکل به یو ستر مشکل کار اؤ مرحله وي اؤ امریکایانو چې په دې وروستیو کې دیو لنډمهال حکومت یا نظام کوم وړاندیز کړی نو ددې معنا هم دا ده چې امریکا هم ددې مشکل ادراک لري.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې خبریال طاهر خان ویلي شپږ میاشتې وشوې دطالبانو اؤ افغان دولت مذاکراتي ډلو تر اوسه دبین الافغاني خبرو په ایجنډه اتفاق نه دی کړی نو کله چې بیا د راتلونکي نظام په څېر مهم موضوعات مخې ته راځي نو ظاهره ده چې هره ډله به په دغه نظام کې خپله برخه هم غواړي

هغه وایي “افغانستان کې دحزب اسلامي په ګډون ډیرې داسې ډلې شته اؤ لا نورې هم جوړیږي چې هغوئ به دافغانستان راتلونکي نظام یا واکمنۍ کې خپله برخه غواړي خو طالبان بیا وخت په وخت وایي چې هغوئ دخارجیانو د ویستلو دپاره یوه اوږده جګړه کړې ده ځکه نو ویلی شو چې دا به یوه مشکله مرحله وي”

دطاهر خان په وینا دا مشکل پړاؤ هغه وخت حل کیدی شي چې هره غاړه دخپل نظر نه پشا شي اؤ خپل دریځ کې نرمښت راولي

هغه وایي” که دا څلویښت کلنه جګړه ختمول غواړې نو قرباني به ورکوې ،د واکه به هم تیریږې اؤ خپله برخه به هم پرېږدې خو بدقسمتي داده چې افغانستان کې د واک پسر مدام ستونزې راپورته کیږي”

د روانې میاشتې په پیل کې د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنک افغان ولسمشر اشرف غني ته په یو خط کې لیکلي وو چې د امن پروسه دې ګړندۍ کړي او زر دې مفاهمت ته ورسېږي.

په خط کې وېل شوي وو چې امریکې د ترکي نه خواست کړی چې د افغانستان په اړه دې د غونډې تابیا وکړي او ښايي چې دغه غونډه راتلونکې میاشت وشي.

د دې ترڅنګ امریکې په افغانستان کې د موقتي حکومت د جوړېدو تجویز هم وړاندې کړی دی چې د نوو انتخاباتو او د نوي ايين د جوړېدو سرپرستي وکړي او طالبان دې د ۹۰ ورځو پورې په تشدد کې کمی وکړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG