لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې دپولیو ضد څاڅکي ورکوونکې درې میرمنې په ډزو وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان دختیز ولایت ننګرهار په سر ښار جلال اباد کې په دوؤ بیلابیلو پېښو کې ویکسین ورکوونکې درې میرمنې په ډزو سره وژل شوي دي.

دامریکا غږ اشنا د رپورټ له مخې دغه ویکسین ورکوونکې میرمنې د سه شنبې په سهار د جلال اباد په وومه اؤ څلورمه ناحیه کې په دوؤ بیلابیلو پېښو کې وژل شوي.

دننګرهار ولایت دمطبوعاتو څانګې امریکا غږ ته جلال اباد ښار کې د یوې ویکسین ورکوونکې میرمنې د وژل کیدو پیښه تائید کړې ده خو دننګرهار د مرکزي روغتون سرچینو ته ویلي هغوئ ته د ددېوؤ ویکسین ورکوونکو میرمنو مړي ور وړل شوي دي.

ددې وژنو مسولیت لا په سمدستي توګه چا پغاړه نه دی اخستی

دا میرمنې په داسې حال کې وژل شوي چې هم نن دسه شنبې د ورځې نه په ګرد افغانستان کې دپولیو ضد درې ورځنی کمپائن پیل شوی دی.

تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې دپاکستان اؤ افغانستان دننه دپولیو ضد څاڅکو ورکوونکي یو شمیر ښځینه اؤ نارینه غړي د وسله والو په ډزو کې وژل شوي دي.

پاکستان اؤ افغانستان کې دپولیو د کمپائن مخې ته سخت مقاومت لیدل کیږي اؤ دا دواړه دنړۍ هغه هیوادونه دي چې تر اوسه پکې دپولیو ناروغي نه ده ختمه شوې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG