لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنو، ډېره اسماعیل خان او کوهاټ کې هم د پولیو ضد ځنډېدلی کمپېن پیل شو


پېښور ـــ د خېبرپښتونخوا په بنو، ډېره اسماعیل خان او کوهاټ ضلعو کې د پوليو ضد کمپېن د ځنډ وروسته نن پيل شوی دی.

د پوليو د مخنيوي صوبایي ادارې د وينا ترمخه په يادو ضلعو کې د امنيت صورتحال او د ځايي خلکو لخوا حکومت نه د غوښتنو منلو په بنياد پوليو مهم ځنډول شوی وو، خو د خېبر پښتونخوا په نورو پاتې ضلعو کې د پوليو وايرس د مخنيوي کمپېن نن دويمه ورځ ده.

بلخوا په بلوچستان ايالت کې هم د صحت محکمې چارواکو د هړتال له وجې د پوليو ضد قامي کچه کمپېن د پینځم اپريل پورې ځنډول شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د پوليو د مخنيوي د بيړني مرکز مشر عبدالباسط وایي د صوبې په لسو ضلعو کې به د پوليو وايرس ړومبي او دويم ډول، خو په 25 ضلعو کې به د پوليو وايرس ړومبي ډول په ضد کمپېن چلول کېږي:

"د خېبرپښتونخواپه لسو ضلعو کې مونږ ته د پوليو ړومبي او دويم ډول دواړو وايرسو خطره ده۔ دغه ضلعو کې به مونږ د پوليو وايرس دواړه ډول مخنيوي لپاره ټي او پي وي (TOPv) کمپېن چلوو۔ په پاتې نورو 25 ضلعو کې به مونږ د پوليو وايرس ړومبي ډول د مخنيوي لپاره بائيويلنټ وېکسين (BOPv) استعمالوو۔ دغه روان پوليو کمپېن به په داسې مخصوصې سټرېټيجۍ سره ترسره کوو".

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو ضد کمپېن پرون د ګل- دوشنبې ورځې نه پېل شوی چې پکې 6.4 میلينه ماشومان د پوليو ضد څاڅکو هدف دي۔ دغه کمپېن به تر پینځو ورځو پورې دوام لري۔ د صوبې د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز لخوا پېښور او خېبر ضلعې د پوليو وايرس لپاره خطرناکې سیمې ګرځول شوي دي او په دغه ضلعو کې به پوليو کمپېن تر اوو ورځو پورې دوام لري.

د پوليو د مخنيوي ادارې د وينا ترمخه د پوليو مهم په وخت انکاري خلک تر ټولو لويه ستونځه ده، وایي په تېر شوي پوليو مهم کې په خېبرپښتونخوا کې 39 زره انکاري خلکو له وجې ماشومان پوليو څاڅکو څخه بچ پاتې شوي وو.

د خېبر ضلعې اېډيشنل ډپټي کمشنر نور ولي خان وایي په دې کمپېن کې به د پوليو څاڅکو نه بچ پاتې شوو ماشومانو ته پوليو ټيمونه څاڅکي ورکوي. نور ولي خان وایي:

"مونږ به کوښښ کوو چې چرته د پوليو قطرو څخه انکاري خلک موجود دي، هغوی نه پوهيږي او ماشومان نه واکسين کوي، هغوی ته به پوهه ورکوو او په دې خبره به یې قانع کوو چې دغه واکسين د دوی ماشومانو لپاره محفوظ دي او د تل عمري معذورتيا څخه یې بچ ساتي".

د پوليو د مخنيوي ادارې د وينا ترمخه خېبرپښتونخوا کې د کورونا وايرس د خطر له وجې تړل شوو سیمو ته به پوليو کارکوونکي نه ځي۔ اداره وایي که چرې پوليو کمپېن نه څوارلس ورځې وروسته دغه سیمې پرانیستل شوې نو دلته به خصوصي پوليو کمپېن چلول کېږي.

په تير 2020م کال کې پاکستان نه د پوليو وايرس ړومبي ډول 84 او دويم ډول 135 پېښې رپورټ شوې وې. په ياد کال بلوچستان کې تر ټولو سېوا 26 کېسونه رپورټ شوي وو. د سیند او خېبرپښتونخوا نه 22، 22 او پنجاب نه 14 مثبت پېښې رپورټ شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هيوادونه دي چرته چې پوليو وايرس لا هم شته. پاکستان نه په 2021م کې تر دې دمه د پوليو وايرس ړومبي ډول یو او دويم ډول شپږ کېسونه رپورټ شوي دي چې يو پکې د خېبرپښتونخوا نوښار نه راغلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG