لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې د سرکاري ملازمینو احتجاج نن پر څلورمه ورځ هم روان وو


کوټه ــــ د بلوچستان ايالت په سر ښار کوټه کې د سرکاري ملازمينو احتجاجي پرلت څلورمه ورځ هم دوام لري او وایي چې حکومت یې لا غوښتنې نه دي منلې.

څلور ورځې تېرې شوې چې ذليخه هم له خپلو درې ماشومانو سره د کوټې پر عبدالستار ايدهي چوک په دې احتجاجي ناسته کې شريکه ده. ذليخه وايي له ماشومانو سره ځکه پر احتجاج مجبوره شوې چې د کور ګزاره يې ګرانه شوې:

"کوشنيان شودې غواړي، په کور کې نه بوره سته، نه غوړي نه د چای لپاره پاڼې، نه اوبه نو څه به خوري، ستاسو [حکومت] پر دې کوشنيانو ترس را نغلو نو تاسو به پر خپلو ماشومانو څه ترس وکړی؟، زما مېړه د ډيوټي له وخته معزوره دی، پینځه کوشني ماشومان یې دي، لېږ له خدای څخه ووېرېږئ".

د ذلېخې تر څنګ په سلګونه نور ښځينه او نارينه سرکاري ملازمین په احتجاجي پرلت کې شريک دي، له بېلابېلو شعبو سره تعلق لرونکي د بلوچستان ايمپلائز ورکز ګرينډ الائنس په نامه 36 يونينه له حکومت څخه 17 غوښتنې لري.

د دوی تر ټولو لويې غوښتنې د سرکاري ملازمینو په تنخا کې 25 فيصده زياتوالی، له بېلا بېلو ادارو ایستل شوي ملازمین بيرته پر خپلو دندو ګومارل، د عارضي لګول شوو سرکاري ملازمینو نوکرۍ پخول او نورې غوښتنې شاملې دي.

د سرکاري استادانو د تنظیم صدر حبيب الرحمان مردانزي وي او اې ډيوه ته وويل، له تېرو څلورو ورځو ځکه پر احتجاج دي چې وایي وفاقي حکومت د سرکاري ملازمينو په تنخوا کې د زياتوالي امر کړی دی:

"څو مياشتې تېرې شوې خو د بلوچستان حکومت زموږ تنخا لا نه دي زياتې کړې، موږ په خپلو تنخاوو کې پینځويشت فيصده اضافه غواړو".

په احتجاج کې شریکو ښځو خپل بچي هم په پرلت کې ورسره کښېنولي.
په احتجاج کې شریکو ښځو خپل بچي هم په پرلت کې ورسره کښېنولي.

د بلوچستان د وزیراعلا جام کمال له لوري رسنيو ته په لېږل شوي سرکاري بيان کې ليکلي چې سرکاري ملازمان د عوام د خدمت لپاره پر دندو ګومال کېږي د احتجاج لپاره نه.

په بيان کې راغلي داسې معلوميږې چې دا احتجاج د حکومت مخالف فکر لرونکي د ځان د ګټې لپاره استعمالوي، وزير اعلا ويلي حکومت له کرونا وبا او سختو مالي مشکلاتو سره د مخ کېدو باوجود د سرکاري ملازمانو د ستونځو د حل لپاره کوښښ کوي.

وزير اعلا په بيان کې زياته کړې، ملازمين دې خپل احتجاجي پرلت ختم کړي ولې چې د کرونا وبا د زياتېدو او د ترهګرۍ د پېښو ويره ده. په بيان کې ليکل شوي که لوړ ياد شوي تاوانونه وشي ذمه وار به يې احتجاج کوونکي وي او د هغو پر ضد به پوره قانوني کاروايي کېږي.

د بلوچستان د ايالتي حکومت ترجمان لياقت شاهواني وايي د احتجاج کوونکو د غوښتنو او ستونځو د حل لپاره د بلوچستان ايالتي حکومت تېره ورځ د صوبې د ماليې وزرير ظهور بليدي په مشرۍ کې لس کسيزه کميټه جوړه کړې، وایي کمېتې حکومت ته د سرکاري ملازمانو د تنخا او د هغوی د غوښتنو په رڼا کې سپارښتنې وړاندې کړي دي چې ژر به عمل ورباندې وشي.

خو د حکومت له خوا لا تر اوسه دغه سپارښتنې نه دي ښکاره کړل شوې، حکومتي وياند لياقت شاهواني په يوه ټويټ کې ليکلي چې دوی د سرکاري کارمندانو د ستونځې د حل لپاره ګامونه اخلي، خو تور یې پوری کړی چې ځينې عناصر د خپلو سياسي ګټو لپاره سرکاري کارمندان د حکومت په ضد استعمالوي.

احتجاج کوونکو له تېرو دوو ورځو د سېول سیکرېټرېت په ګډون ځينې سرکاري دفترونه هم د احتجاج په توګه بند کړي او وايي که حکومت يې ژر تر ژره غوښتنې ونه مني خپل احتجاج به لا نور وغزوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG