لاس رسیدونکی لینک

 
ملګري ملتونه: د برما سیاسي بندیان دې خوشي او تشدد دې ختم شي
تازه خبر

ملګري ملتونه: د برما سیاسي بندیان دې خوشي او تشدد دې ختم شي


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو ځل بیا د میانمار یا برما پر پوځي چارواکو ږغ کړی چې د دې هېواد د مشرې آنګ سان سوچي او صدر وین میانټ په ګډون ټول بندیان دې خوشي کړي او روان تشدد دې ختم کړي.

امنیت شورا د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپل بیان کې په برما کې پر روانو خرابو امنیتي حالاتو سخته اندېښنه څرګنده کړې او هلته یې پر سوله ییزو احتجاج کوونکو د پوځ او پولیسو تشدد په کلکه غندلی دی.

په میانمار کې د پوځي کودتا په ضد د تېرو دوو میاشتو په احتجاجونو کې د پوځ او پولیسو په تشدد کې تر اوسه سلګونه عام خلک وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

امنیت شورا د میانمار پر پوځ او ټولو اړخونو ږغ کړی چې له ډېر زغمه کار واخلي او له تشدده لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په میانمار کې روانو حالاتو ته په اشارې یو ځل بیا د برما د خلکو خوښې او دلچسپۍ ته په پام ټینګار کړی، چې د بشري حقونو بشپړ درناوي او د خبرو او پخلاینې دوام ته اړتیا ده.

د میانمار د مشرې آنګ سانګ سوچي وکیل ویلي، پر هغې د پنجشنبې- زیارت په ورځ تور لګېدلی چې د دې هېواد پټ رازونه یې ښکاره کړي دي. دا د پوځ له خوا د فرورۍ د لومړۍ نېټې له کودتا وروسته پر هغې لګېدلي تر ټولو سنګین تورونه دي.

آنګ سان سوچي او صدر وین میانټ د میانمار د نېشنل لیګ فار ډیموکرېسي ګوند له نورو کسانو سره یو ځای په دې هېواد کې د کودتا په پیل کې نیول شوي دي. پر مېرمن سوچي تور دی چې د کورونا وایرس په اړه رازونه یې رسوا کړي او له ځان سره یې شپږ نارجسټر شوي واکي ټاکي ساتلي‌ وو.

د آنګ سان سوچي وکیل خین ماونګ زاو رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، مېرمن سوچي، د هغې د کابینې درې وزیران او د سین ټرنیل په نامه اسټرېلیایي اقتصادي سلاکار د برما د پټو رازونو د قانون په بنیاد تورن شوي دي.

وایي که پر دوی جرم ثابت شي نو د څورلس کاله بند سزا ورته اورول کېدای شي.

مېرمن سوچي د پنجشنبې- زیارت په ورځ د مقدمې د اورېدنې لپاره پر وېډیو را ښکاره شوه چې صحت یې ښه ښکارېده خو د دغو تورونو په اړه یې څه نه دي ویلي.

په برما کې د کودتا ضد احتجاج کوونکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ یو ځل بیا سړکونو ته را ووتل او وروسته له هغه یې د دې هېواد د آیین پاڼې وسوځولې چې له پارلمانه ګوښه شویو وکیلانو په دې هېواد کې یو نوی ملکي حکومت اعلان کړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG