لاس رسیدونکی لینک

 
عمران خان:حیران یم چې دچاپېریال ساتنې نړیوال کانفرنس ته دپاکستان په نه وربلل کیدو ولې بې توګه غږونه خیژي
تازه خبر

عمران خان:حیران یم چې دچاپېریال ساتنې نړیوال کانفرنس ته دپاکستان په نه وربلل کیدو ولې بې توګه غږونه خیژي


د امریکې لخوا دچاپیریال ساتنې په اړوند راجوړیدونکې سرمشریزه غونډه کې پاکستان ته دګډون دبلنې نه ورکړل کیدو وروسته دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي هغه حیران دی چې دغې نړیوالې غونډې ته دپاکستان په نه وربلل کیدو ولې بې توکه غږونه خیژي؟

عمران خان دخالي په ورځ په ټوئټر لیکلي دهغه دحکومت دتګلارو مهمه نکته د چاپیریال دبدلون اغېزې راټیټول دي اؤ دهغه دا تګلاره به دپاکستان راتلونکو نسلونو ته پاک اؤ زرغون پاکستان ورکوي.

ټاګل شوې ده چې په ۲۲ اؤ ۲۳م اپریل دامریکایي صدر جوبائیډن په مشرۍ دچاپیریال دپاکوالي په اړه انلاین نړیواله سرمشریزه غونډه کیږي چې امریکې په دغه غونډه کې څلویښتو هیوادونو ته د ګډون بلنه ورکړې ده خو پاکستان یې ورته نه دی رابللی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دعوه کوي چې دچاپیریال پاکولو دپاره دبلین ټري سونامي په څېر ګامونه یې دنړیوال اقتصادي فورم په ګډون په ټوله نړۍ کې ستائیل شوي دي.

دپاکستان وزیراعظم په دې وروستیو کې دلسو اربو ونو کرلو پروژه پیل کړې ده خو په دغه پروژه دپاکستان سپریم کورټ اؤ سیاسي ګوندونو نیوکې کړې دي اؤ ویلي یې دي چې په کاغدونو کې د ونو کرلو خبره شته خو په زمکه دغه هومره ډیرې ونې په نظر نه راځي.

وزیراعظم عمران خان “ویلي زمونږ د زرغون پاکستان په ګامونو کې 10 بلین ټري سونامي،په فطرت اډاڼه هواری،دخپلو سیندونو پاکول اؤ نور مهم ګامونه شامل دي”

عمران خان لیکلي چې “مونږ په اوؤ کالو کې دچاپیریال ساتنې پراخه تجربه ترلاسه کړې ده ،دخیبر پښتونخوا څخه مو پیل کړی ؤ اؤ تګلارې مو په نړیواله کچه منل شوي اؤ ستائیل شوي دي”

هغه ویلي هر څوک چې دپاکستان دتجربې څخه داستفادې خواهش لري ،پاکستان یې مرستې کولو ته چمتو دی.

هغه زیاته کړې مونږ دملګرو ملتونو دچاپیریال دبدلون په اړه دکال 2021م کانفرنس اؤ سي او پي 26 دپاره خپل ترجیحات ښودلي دي اؤ که چرې نړیواله ورورولي دچاپیریال دبدلون اغېزو کمولو کې سنجیده وي نو دې نه باید ګټه واخلي.

دچاپیریال ساتنې په اړه دامریکې لخوا په راجوړیدونکې نړیواله غونډه کې دپاکستان رقیب ګاونډي هیواد هند،چین،روس،بنګله دیش،سعودي عرب،کاناډا،برتانیه،متحده عرب امارات ،انډونیشیاء،نائجیریا،کینیا،بهوټان اؤ نورو هیوادونو ته دګډون بلنې ورکړل شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG