لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپوټ: په پاکستان کې په تېرو درو کلونو کې 120 نرښځیان وژل شوي


کوټه ـــ په پاکستان کې د نرښځيانو د حقونو لپاره کارکوونکي تنظيم "فورم فار ډيګنيټي اينیشېټيو" رپورټ وایي چې په پاکستان کې له نر ښځينانو سره يواځې د بدې رویې ستونځه نه بلکې دوی د ژوند له ګواښ سره هم مخامخ دي.

رپورټ ښيي چې په پاکستان کې په تېرو درو کلونو کې 120 نر ښځيان وژل شوي، وایي په دې کې 64 یواځې په خېبرپښتونخوا کې او پاته 56 په نورو صوبو کې وژل شوي دي. رپورټ يې د وژنې لوی سبب جنسي تشدد ګڼي.

"نرښځي یا خواجه سرا ته په پاکستان کې د انسان په نظر نه کتل کېږي، دوی ته په بد نظر کتل او د ټولنې کمزورې طبقه ګڼل کېږي، بد رد ورته ويل کېږي، په بازارونو کوڅو کې ورباندې پسخند وهل کېږي"، دا ټول تورونه دېرش کلن نرښځی مايا زمان لګوي.

مايا زمان په اسلام اباد کې د نر ښځيانو د حقونو لپاره کارکوونکي تنظيم "فورم فار ډيګنيټي اينشېټيو" سره کارکوي. پرون د کوټې پريس کلب ته ورغلې او د کوټې له خبريالانو سره يې پر دې موضوع يوه ورځنۍ غونډه کړې ده.

مايا زمان وايي د ټولنې د عامو خلکو بد چلند پر خپل ځای اوس خو د پاکستان پر ټېليويژنونو هم د دوی سپکاوی کېږي، د دوی صنفي جوړښت، عادتونه او خبرې په نخښه کېږي او دوی ته د درېمې درجې د انسان په نظر کتل کېږي، ځکه دوی اوس د رسنيو له کارکوونکو او خبريالانو سره ليده کاته کوي چې نور دې دا چلند بند شي:

"داسي نه ده چې ټوله ميډيا غلط يا غېر زمه واره خبرې ورکوي، موږ دلته له تاسو [خبريالانو] سره خبرې وکړې، موږ ته دا هم معلومه ده چې د ټي وي چېنلونو مالکان غواړي کتونکي یې زيات شي ځکه دوی پر داسې موضوع د ټوکو ټکالو پرګرامونه کوي، بدقسمتي دا ده چې خلک هم داسي وېډيوز او پروګرامونه ډېر خوښوي چې پکې په يو چا پورې پسخند وهل شوی وي".

مایا زمان د کوټې په پریس کلب کې خبریالانو ته وینا کوي.
مایا زمان د کوټې په پریس کلب کې خبریالانو ته وینا کوي.

مایا زمان وایي په رسنیو کې په يوه سياستدان پورې د رشخند وهلو په وخت هغه ته هيجړا [نرښځی] ويل کېږي، وایي اوس خو دا خبره بېخي عامه شوې ده، په کلي کوڅو کې هم اوس ځوانان يوه بل ته په ټوکو کې هم پېغور ورکوي نو ورته د هېجړا يا خسره په نامه وايي:

"موږ ګیله دا کوو چې مېډيا بايد زموږ ښه اړخ هم دنيا ته په رپورټونو کې ښکاره کړي".

د کوټې اوسېدونکی د بي بي سي اردو وتلی خبريال محمد کاظم د مايا زمان تورونه مني او وايي:

"د پاکستان په رسنيو، ټي وي چېنلونو کې د ټوکو ټکالو داسې پروګرامونه خپرېږي چې پکې د نرښځیانو توهين کېږي، هغوی ته په کم نظر کتل کېږي، د انسان په نظر نه ورته کتل کېږي، د داسې پرګروامونو منفي اثر بيا پر ټولنه هم کېږي او دا ځکه کوي چې مالکان پېسې ګټل غواړي".

يو بل مشر خبريال او عبدالکبير شاکر وايي لومړۍ او لويه ذمه واري د مور او پلار ده چې د خپل نرښځي بچي خيال وساتي او خپل بچی يې وګڼي ولې چې دا هم د هغو د نارينه او ښځينه بچي په شان د دوی اولاد دی:

"که دوی [مور و پلار] يې خپل اولاد وګڼي همدغه نرښځي زموږ د ټولنې يو ښه وګړی جوړېدلای شي".

د پاکستان د 2017م کال د سرشمېرنې مطابق په پاکستان کې د نرښځيانو شمېر تر لس زره زيات دی، په بلوچستان کې د نرښځيانو شمېر 500 ته نیژدې دی. ياد تنظيم وايي په بلوچستان کې يې شمېر تر دې هم ډېر دی خو د قبايلي ټولنې له وجې نرښځي د ملک نورو سيمو ته لاړ شي او بيا هم هلته پاتې شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG