لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور عدالت د جماعت الدعوه شپږ نور مشران د ترهګرو د مالي مرستې په تور سزا کړي


واشنګټن ـــ د پنجاب په سرښار لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د لا قانونه ډلې لپاره د پانګو راټولو په جرم کې د لا قانونه توندروه مذهبي ډلې جماعت الدعوه شپږو مشرانو ته د نهه نهه کاله قید سزاګانې اورولې دي.

دغه کسان چې نهه- نهه کاله سزا ورته اورول شوې پروفیسر ظفر اقبال، محمد یحیی مجاهد، نصرالله، سمیع الله او عمر بهادر نومېږي.

رپوټونه وايي عدالت د جماعت الدعوه پروفيسر عبدالرحمن مکي ته د شپږو میاشتو د بند سزا هم اورولې ده.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه عدالت ددې ترڅنګ دغو مجرمانو ته د 50,50 زره روپو د جرمانې سزاګانې هم اورولې دي.

د امنیتي چارو څېړنکار عامر رانا وي او اې ډیوه ته وویل، په پاکستان باندې یو لوی اعتراض دا کېږي چې د ترهګرۍ په مالي مرستو کې ککړ د لاقانونه ډلو په ضد عملیات نه کوي:

"دا سزاګانې ښیي چې پاکستان د ایف اې ټي ایف په شرطونو پوره کولو باندې سنجیده ګامونه اخلي".

لا قانونه جماعت الدعوه دغه عدالتي پرېکړې ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په تېرو وختونو کې جماعت الدعوه ویلي وو د پاکستان حکومت د هغوى پرضد ګامونه د امریکا تر فشار لاندې اخلي.

د دغو کسانو په ضد د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې په 2020م کال کې مقدمه درج کړې وه.

له دې مخکې د ترهګرۍ ضد عدالتونو د جماعت الدعوه مشرانو ته په شاوخوا 30 مقدمو کې له ترهګرو سره د مالي مرستو په تور سزاګانې اورولې دي، چې په هغوی کې د دې ډلې مشر حافظ سعید ته د پینځلس کاله قید سزا هم شامله ده.

یو بل وتلی خبریال او د پاکستان په لاقانونه مذهبي ډلو باندې نظر لرونکی اعزاز سعید وایي، پاکستان غوڅه پرېکړه کړې چې جماعت الدعوه به قابو کوي:

"په عملي توګه خو د پاکستان ریاست دا تازه ګامونه تر نړیوال فشار لاندې اخیستي دي او ایف اې ټي ایف هم په جماعت الدعوه او له دې سره په تړلو ډلو اعتراض فري".

د ترهګرو لپاره د پانګو راټولو په جرم کې عدالت د جماعت الدعوه غړو ته دا تازه سزاګانې په داسې حال کې اورولې چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پیسو د غېرقانوني ترسيل د څار نړیوالې ادارې اېف اېف اې ټي اېف د فرورۍ په 25 پاکستان د ترهګرو د مالي سرچينو په وچولو کې د پاتې راتلو په سر د روان جون میاشتې پورې په خپل خړ فهرست کې د ساتلو پرېکړه کړې وه.

ایف اې ټي ایف پخپل بیان کې ویلې وو، پاکستان به تر هغې د څارنې لاندې وي تر څو چې یې د ترهګرۍ د مالي سرچينو د وچولو په برخه کې پخپله تګلاره کې موجوده نيمګړتياوې نه وي ختمې کړې.

XS
SM
MD
LG