لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار:هوایي اؤ‌ ځمکنیو عملیاتو کې دځانمرګو په ګډون 75 طالب وسله وال وژل شوي


دافغانستان ددفاع وزارت وایي دکندهار په دوؤ ولسوالیو ژړۍ اؤ ارغنداب کې افغان ځواکونو دطالبانو په ضد هوایي اؤ ځمکني عملیات کړي چې پکې د پینځوؤ ځانمرګو په ګډون په 75طالب وسله وال وژل شوي دي.

ددفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه وسله وال ترهګر دتیر یو شواروز په مهال وژل شوي اؤ د هغوئ 32 ماینونه هم له مینځه وړل شوي دي.

اعلامیه کې راغلي چې دکندهار شا ولي کوټ ولسوالۍ کې په چاودیدونکو موادو بار دطالبانو یو موټر خپل هدف ته له رسیدو وړاندې امنیتي ځواکونو تباه کړی اؤ دیوې سترې چاودنې مخه یې نیولې ده.

امریکا غږ اشنا دکندهار د205 اتل قول اردو د ویاند ډګروال یحی علوي له خولې پخپل رپورټ کې ویلي د ارغنداب ولسوالۍ په تابین سیمه کې لسګونو وسله والو طالبانو ددغه ولسوالۍ دمرکز نیولو دپاره تیره شپه برید کړی ؤ چې دغه برید پشا تمبول شوی اؤ جګړې تر نن سهاره دوام لرلو.

دکندهار دپولیسو ویاند جمال بارکزي امریکا غږ ته ویلي دتیرې شپې عملیاتو کې دطالبانو لس قوماندانان اؤ ځانمرګي وژل شوي دي.

دا نښتې په داسې حال کې شوي چې په دې وروستیو کې دافغان سولې دپاره دبیلابیلو نړیوالو فورمونو څخه یو شمیر خوځښتونه پیل شوي خو دا هلې ځلې لا افغانستان کې د اوربند اؤ جګړې دختمیدو لامل شوې نه دي.

په افغانستان کې د سولې دپاره په ورستيو تجویزونو کې د موقتي حکومت په ګډون یو شمیر وړاندیزونه مخې ته راغلي او ځینې اړخونه په تېره بیا طالب استازي د ولسمشر غني له واکه لرې کېدل غواړي او ځینې نور د یو لنډمهال حکومت جوړېدل غواړي.

په تاجکستان کې د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس ته د وېنا پر مهال اشرف غني یو ځل بیا په دې ټینګار کړی چې د واک انتقال به یوازې د ټاکنو له لارې ترسره کیږي.

دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي طالبان به دافغان سولې دپاره داشرف غني نوی پلان ونه مني اؤ طالبان هم دحکومت غوښتنو منلو ته تیار نه دي.

په ټوئټر ښاغلي طاهر خان لیکلي مسلې هغه وخت هواریدی شي چې دجګړې ختمولو په خاطر ټولې خواوې خپلو دریځونو کې نرمښت راولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG