لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د کرونا له امله په سيند صوبه کې د اتم ټولګي پورې کلاسونه تړل شوي


د پاکستان د سيند صوبې حکومت ويلي په ملک کې د کرونا وبا د درېمې څپې له امله د اول ټولګي نه تر اتم ټولګي پورې کلاسونو تړلو پرېکړه شوې ده، د سرکاري اعلاميې ترمخه کلاسونه به د شپږم نه تر 21 اپرېل پورې تړلي وي.

د سيند صوبې حکومت پرون په څلورم اپرېل دغه اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي انلاين يا د انټرنېټ د لارې کلاسونه به روان وي او استازان به د معمول ترمخه سکولونو ته راځي چې زده کوونکو ته کار ورکوي.

له دې وړاندې د خېبرپښتونخوا د تعليم وزیر اعلان کړی وو چې په مرکزي کچه د کرونا وبا له امله د تعلیمي ادارو د بندېز د پرېکړې ترمخه به د خېبرپښتونخوا په لسو ضلعو کې هم د 11 اپرېل پورې تعليمي ادارې بندې وي.

د خېبرپښتونخوا د تعليم وزیر شهرام ترکۍ ویلي وو، په پېښور، مردان، چارسده، صوابۍ، کوهاټ، ملاکنډ، سوات، کوز دير، نوښار او بونېر کې به تعلیمي ادارې بندې وي.

د سيند صوبې حکومت تازه پرېکړه په داسې حال کې کړې چې په ملک کې د کرونا وبا درېمه څپه روانه ده او چارواکي وايي د کرونا درېمه څپه په تيزۍ سره خوريږي او د مرګونو کچه پکې سېوا ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تيرو 24 ساعتونو کې په ملک کې نور 43 کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

ویل شوي په تير شوا روز کې په ملک کې د کرونا مالومولو دپاره 43زره 362 معاينې (ټېسټونه) شوي او په 4323 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه تراوسه پورې ټول 14زره 821 کسان مړه شوي او ټول شپږ لکه 92زره 231 کسان په دې وايرس اخته شوي چې پکې ويل شوي شپږ لکه 15زره 960 ترې ښه شوي هم دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 3587 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزیر تېمور جګړا ويلي، په صوبه کې د کرونا 8687 معاينې شوي او په 984 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

هغه ويلي په پينځه ورځو کې د کرونا کمې پېښې رپورټ شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې په تيرو 24 ساعتونو کې د کرونا له امله نور 17 کسان مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 2457 ته رسېدلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG