لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا: تازه پولیو کمپېن کې 43 زره کسانو ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکار کړی


پېښور ـــ د خېبرپښتونخوا په وروستي پوليو کمپېن کې یو لک 18 زره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه دي ورکړل شوي، چې 43 زره پکې انکاري خلک رپورټ شوي دي.

د پوليو د مخنيوي ادارې د رپورټ ترمخه د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور او خېبر ضلعو کې تر ټولو سېوا انکاريان رپورټ شوي دي. د پېښور ضلعې نه 16,790 او خېبر نه 15,250 د پوليو قطرو څخه انکاري خلک رپورټ شوي دي.

د صحت ماهرينو له خوا په صوبه کې دغه يادې ضلعې د پوليو وايرس لپاره تر ټولو خطرناکې سیمې هم بللې شوې دي. له دغو سیمو نه پرله پسې پوليو کېسونه، په لويه کچه د انکاري خلکو شمېر او د پوليو وايرس ماحولياتي مثبت نمونې هغه علتونه دي چې په ټوله صوبه کې ورته زياته توجه حاصله ده.

د خېبرضلعې مرستيال کمیشنر نور ولي خان وي او اې ډيوه ته ویلي، په خېبر ضلع کې ځينې خلک خپلې ذاتي ستونزې د پوليو قطرو سره تړي او ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي نه اچوي:

"زمونږ نورې ډېرې ستونزي دي، خلک دې هغه د پوليو قطرو سره نه تړي. ماشومان د پوليو قطرو څخه محروم مه ساتئ هسې نه چې هغه د پوليو وايرس ښکار شي او په تاسو بوج شي، په ټولنه به هم بوج وي او د هغوی مستقبل به خراب شي".

د پوليو د مخنيوي د بيړني مرکز د شمېرو تر مخه په خېبرپښتونخوا کې د پوليو څاڅکو څخه انکاري خلکو شمېر 81 زره وو. د پوليو کارکوونکو د بيا بيا هلو ځلو له وجې دغه شمېر نيمې ته راکم شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې مشر عبدالباسط وايي د هر مکتبه فکر خلکو په ګډون دوی د پوليو څاڅکو په اړه د اګاهۍ لپاره زياته توانایي مصرف کوي چې د پوليو کمپاېن لپاره يوه لويه ستونزه ده. عبدالباسط وایي‌ د پوليو قطرو سره له ټولې نړۍ دغه وايرس ختم شوی دی، بايد خلک د پوليو کارکوونکو مرسته وکړي:

"د انکاري خلکو قانع کولو لپاره زمونږ د کميونيکېشن سټرېټيجۍ لاندي هلې ځلې روانې دي. مونږ ځایي مشران، عالمان او نور نوموړي خلک وخت په وخت خلکو ته وضاحتونه کوي چې پوليو قطرې د ماشومانو د روغ صحت لپاره غوره دي۔ په دنيا کې د مسلمان هيوادونو په شمول هر چا د پوليو ضد دوو څاڅکو د لارې دغه وايرس خاتمه کړې ده او دا وېکسين د دې د مخنيوي يواځينۍ لاره ده".

بل خوا د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې په وينا د صوبې په 15 ضلعو کې په وروستي پوليو کمپېن کې 100٪ ماشومان وېکسين شوي دي، خو تر لسو خواوشا ضلعو کې د پوليو قطرو څخه يو انکاري تن هم نه دی رپورټ شوی. چارواکي وایي که چېرې په پاتې ضلعو کې هم هدفي ماشومان وېکسين کيږي نو ډېر زر به د سیمې نه پوليو وايرس خاتمه وکړي.

بل خوا په بلوچستان کې د صحت محکمې د کارکوونکو د لاريون له وجې د 29م مارچ نه پلان شوی پوليو کمپېن په دويم ځل ځنډول شوی دی. د پوليو د مخنيوي قامي ادارې له خوا په بلوچستان کې به په 7مه نېټه پوليو مهم پيلېږي۔

قامي ادارې وایي په دغه کمپېن کې په مجموعي توګه 40 میلينه ماشومان د پوليو ضد څاڅکو هدف وو چې 35 میلينه پکې وېکسين شوي دي. چارواکي وایي د پوليو قطرو څخه بچ پاتې شوي ماشومانو لپاره د پوليو کارکوونکو هلې ځلې به تر دوو نورو ورځو پورې دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG