لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د سولې په اړه په مطبوعاتو کې خپور شوی پلان د حقيقت نه لرې دی، د څيړونکو نظر


zxcvbnm,
zxcvbnm,

په واشنګټن کې د افغان چارو څیړونکو ويلي په مېډيا کې د افغانستان د سولې په اړه خپور شوی پلان د حقيقت نه لرې او د طالبانو په نيت يې شک څرګند کړی او ويلي يې دي که طالبان سياسي حل ته غاړه نه ږدي نو د سولې روان کوششونه به ناکامه شي.

په واشنګټن کې د مينځني ختيځ د څيړنې په اداره کې د اپريل په پينځمه په افغانستان کې د سولې دپاره د موقتي حکومت په وړانديز بحث شوی دی.

د امريکا د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په انتظاميه کې د جنوبي ايشيا په چارو پوهه او د سنټر فار امريکن کې د دفاعي چارو څيړونکې او ډاېريکټرې ليزا کرټس ويلي، چې په مېډيا کې خپور شوی د اته (8) صفحو يا مخونو پلان د حقيقت نه لرې دی او وايي هغه نه ويني چې په افغانستان کې په روانه جګړه کې کمی راغلی دی.

په ياد پلان کې د موقتي حکومت جوړولو وړانديز شوی وو.

رويټرز ويلي د افغانستان د سولې دپاره په امريکايي پلان کې ویل شوي چې د نوي ايين په جوړښت د سلا راتلو او انتخاباتو پورې به د موجوده حکومت په ځای موقتي انتظاميه راشي او په دې مهال به يو کمېشن د اوربند څارنه کوي.

خو په دغه وړانديز ټولو فريقېونو اعتراضونه کړي دي.

ويل شوي د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د "سولې د انتقالي حکومت" دغه پلان تيره اوونۍ د افغان ولسمشر اشرف غني، اپوزيشن او مدني ټولنې ترڅنګ د طالب استازو سره هم شريک کړی دي.

په واشنګټن کې راجوړې انلاين غونډې ته پاکستاني خبريال او ليکوال احمد رشيد چې په افغانستان او پاکستان يې يو شمېر کتابونه ليکلي‌ دي، هغه وويل، که طالبان د سياسي حل د پاره يوه کوټلې منصوبه نه لري نو د خبرو اترو ټول کوششونه بې ځايه دي.

څيړونکو په افغانستان کې د تشدد د کمولو د پاره په طالبانو د فشار اچولو او هغوي سره د سولې خبرې اترې جاري ساتل يو غوره ګام وبللو.

په مطبوعاتو کې خپور شوي پلان کې وړانديز شوی، د موقتي حکومت لاندې به قومي پارليمان پراخه کړی شي چې طالبان پکې ورګډ کړی شي يا به د انتخاباتو پورې معطل کړی شي.

د دې ترڅنګ ويل شوي افغانستان به د ترهګرو کوربه نه وي او نه به د ترهګرۍ سره اړونده هلو ځلو ته اجازه ورکوي چې نورو هېوادونو ته خطره وي، او طالبان به پټې ځالې او "د ګاونډي هېوادونو" سره نظامي يا پوځي اړيکې ختموي.

د وېب د لارې ترسره شوې غونډه کې د اسټريلين نېشنل يونيورسټۍ څيړونکي او پروفېسر ويليم مېلي وويلل د صدر باېډن د انتظاميې له رويه دا خبرې دا ګټه لري چې دا انتظاميه به يوه کوټلې فېصله وکړي چې په افغانستان کې پاتې کېدل غواړي او که وتل.

په عربي اماراتو کې د افغانستان سفير جاوېد احمد وويلل، هغه نه ګڼي چې طالبان به سولې ته غاړه کېږدي، ځکه چې د هغه په خيال طالبان به په افغانستان کې د موقتي حکومت د منصوبې سره هم مخالفت کوي.

په واشنګټن کې د مينځني ختيځ د څيړنې په اداره کې شوې د دغې غونډې مينځګړي ماروېن واېن بام وو څوک چې په دغه اداره کې د افغانستان او پاکستان د مطالعې د مرکز ډاېريکټر دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG