لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کرونا له کبله له بهر هېوادونو پاکستان ته په لېږونکو پیسو کې کموالی راغلی


پېښور ـــ د کرونا وبا له وجې ګڼ شمېر هېوادونو د نورو ملکونو نه راتلونکي خلکو باندې بنديزونه لګولي دي، په نزدې کې برتانيې هم خپل ملک ته د څلوېښتو نورو هېوادونو سره په پاکستان هم په تګ راتګ بنديز لګولی دی.

په پاکستان کې ټرېول ايجنټان وايي د بنديزونو له وجې د دوی روزګارونه خراب شوي او ملک ته د بهر هېوادونو د پېسو رالېږلو کې هم کمی راغلی دی.

د بنو اوسېدونکی محمد حنيف وایي د تېرو دريو مياشتو نه سعودي عرب ته د تلو هڅې کوي خو د کرونا وبا د سفري بنديزونو له امله نه شي کولای د مزدورۍ د پاره لاړ شي، وايي په کور ناست دی چې ورسره پرې د بې روزګارۍ د وجې ډېر قرضونه اوښتي دي:

"مزدوري په پاکستان کې نه شته، بهر ملکونو کې مزدوري وي اوس مې د سعودي ويزه په قرض کړې ده، خو بنديزونه دي، د کور خرچ د پاره راباندې ډېر قرضونه اوښتي دي".

په پېښور کې موجود په ټريول ايجنسو کې د وړاندې شان ګڼه ګڼو نه ليدل کيږي او روزګارونه يې خراب شوي دي. ټرېول ايجنټ حضر بلال وايي د خېبرپښتونخوا ډېر خلک په عرب هېوادونو کې مزدورۍ د پاره ځي خو په هغو هيوادونو کې د کرونا له وجې سفري بنديزونو سره اوس خلک نه شي کولای دغو هېوادونو ته لاړ شي:

"د سعودي عرب پروازونه بند دي، دوبۍ بنده ده او دغسې د عرب ګڼ شمېر هېوادونو ته تلل بند دي".

برتانيې د نهم مارچ نه د پاکستان راتلونکو خلکو باندې بنديز لګولی، خو یواځې هغه خلک کولای شي لاړ شي چې د اېرلېنډ يا د برتانیې شهريت لري. ټرېول ايجنټ حضرت علي وويل څو ورځې وړاندې برتانيې ته د تلونکو رش ډېر سېوا شوی وو خو اوس د نشت برابر دي:

"برتانیې ته په تلو د بنديز له اعلانه وروسته يوه اوونۍ رش زيات وو خلکو خپلې چټيانې هم پوره نه کړې او واپس برتانېې ته لاړل، اوس برتانيې ته تګ هم بند شو نو دوی وزګار ناست دي".

د بهر هېوادونو نه راتلونکو پېسو قانوني کاروبار کوونکي وايي د کرونا وبا له وجې د نړۍ ډېرو هېوادونو نه او په خصوصي توګه د عرب هېوادونو نه پاکستان ته رالېږل کېدونکو پېسو کچه کمه شوې ده.

تاج محمد وایي دوی ته ډېرې پېسې مزدورکاره کسان رالېږي او په هغوی کې زياتره اوس بې روزګاره شوي نو دوی ته د پېسو را استول هم کم شوي دي:

"مخکې به مونږ ته يو ساعت پينځه شپږ تنان راتلل چې بهرنۍ کرنسي پاکستاني پېسو ته راواړوي خو په ټوله ورځ کې هم دومره خلک نه راځي".

د نړیوال بېنک د رپورټ ترمخه د کرونا وبا له کبله په تېر مالي کال کې په غربت کې په امکاني توګه 2.3 فيصده زیاتوالی راغلی او نور 58 لکه خلک د غريبۍ په جال کې نښتي دي.

له دې سره سم ای ایم ایف هم په خپل ورلډ اکنامک اوټلوک رپورټ کې وايي چې روان کال په پاکستان کې بې روزګاري 4.8 فيصده او د ګرانۍ د کچې 8.7 فيصدي پاتې کېدو امکان دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG