لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جنرل رازق ورور تادين خان د کندهار د پوليس د مشرۍ څخه استعفا ورکړې


د پاکستان سره په پوله د افغانستان د کندهار صوبې د پوليس مشر تادين خان د خپلې څوکۍ استعفا ورکړې ده. تادين خان د کندهار پوليس د پخواني وژل شوي مشر جنرل عبدالرازق اڅکزي ورور دی.

جنرل عبدالرازق اڅکزی د کال 2018 په 18 اکتوبر په يو ترهګر بريد کې وژل شوی وو. تادين خان د هغه په ځای د کندهار د پوليس مشر جوړ کړی شوی وو.

تادين خان د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې ده. د وي او اې اشنا څانګې د خبر ترمخه هغه په استعفا ليک کې ویلي، غواړي چې په قومي سياست کې برخه واخلي او د افغانستان د سولې په پروسه کې شامل شي.

ځينې راپورونه د سرچینو له قوله وايي، تادين خان د سولې د عالي شورا غړی جوړ کړی شوی دی.

د تادين په ځای کرنل شريف سرطيب د کندهار د پوليس مشر جوړ کړی شوی دی. ویل کيږي سرطيب د جنرل رازق نزدې ملګری دی.

تادين په داسې وخت کې د کندهار د پولیس مشري پرېښودې چې په وروستيو کې په کندهار کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې نښتې هم شوي دي.

په اووم اپرېل په کندهار ايرپورټ/ هوايي اډه د امریکې او نېټو په پوځي مرکز طالبانو راکټي بريد کړی وو.

د امريکې د دفاع وزارت دغه بريد غندلی او په افغانستان کې د سولې د عمل دپاره یې زيانمنه بللی وو.

کندهار ايرپوټ چې ملکي برخه یې د احمدشاه بابا هوایي ډګر نومیږي، د افغانستان یو له يو غټو هوايي اډو څخه دی چې په قامي او بین الاقوامي کچه د الوتکو پروازونه لري.

خو د دې هوایي اډې یوه لویه برخه د نېټو او امریکا پوځیانو ته ځانګړې شوې ده چې د تېرو دوو لسیزو راهیسي دا ځواکونه دغلته مېشت دي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو ستر مرکز د کابل شمال پلو بګرام پوځي اډه ده، خو د هغې نه راوروسته، د کندهار ایرپوټ په افغانستان کې د امریکایانو غټ پوځي مرکز ګڼل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG