لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا استخبارات: افغانستان کې د امریکې راتلونکې تګلاره به په هند او پاکستان ژور اغېز ولري


پېښور ـــ د امريکا د استخباراتي ادارو په "ګلوبل ټرينډ" نومې رپورټ کې ويل شوي په افغانستان کې د امريکې د راتلونکو کلونو تګلاره به په سيمه او په خصوصي توګه په هند او پاکستان ژورې اغېزې ولري.

په پاکستان کې څيړونکي وايي په افغانستان کې د تلپاتي امن د نه راتلو تر ټولو زيات اغېز به د افغانستان سره په پوله پرتو د پښتنو په سيمو پريوځي.

د ګلوبل ټرېنډ نومي رپورټ هر څلور کاله پس وړاندې کيږي چې پکې په راتلونکو کلونو کې د نړۍ په امنيت، اقتصاد، جمهوريت، خپلمنځي اړيکو او نورو ګڼ شمېر موضوعاتو په اړه اټکل څرګنديږي.

په افغانستان کې د امريکې د راتلونکو ممکنه تګلارو په اړه څېړونکي وايي، د کلک ضمانت سره د مستقل اوربند او د قوي نظام پرېښودو بغېر که افغانستان هم داسې پرېښودل شي نو د طالبانو او نورو قوتونو تر منځ خانه جنګي امکان لري چې وایي د سخت دريځۍ زياتېدو، وسله والو ډلو قوي کېدو او کډوالو په شکل به يې په پاکستان او په خصوصي توګه د پښتنو په سيمو نېغ په نېغه اثرات پرېوځي.

د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وايي پاکستان په افغانستان د شوروي يرغل، خانه جنګۍ او د افغان طالبانو د جګړې اثرات وړاندې هم ليدلي او که بيا کوم داسې صورتحال سره افغانستان مخ کيږي په پاکستان به يې بد اثرات تر ډېرې مودې پورې وي:

"دلته چې مونږ ته کوم امن ښکاري دا په حقيقت کې ډېر نازک دی او دا حالات چې د ترهګرۍ په وخت کې څومره سخت وو او معروضي حالات څنګه وو زما په خيال اوس هم دا هغسې دي او دا حالات څه وخت هم بيا هغه وړاندې په شان کېدای شي".

څه موده وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه پېښور ته د خپلې دورې پر مهال ويلي وو، په پاکستان کې امن په افغانستان کې د امن سره تړلی دی. دغسې ملتپال سياسي ګوندونه هم وخت په وخت په افغانستان کې امن په پاکستان کې د امن د پاره مهم ګڼي.

څېړونکی او خبريال حقنواز خان وايي پاکستان د خبرو اترو ميز ته د افغان طالبانو د راوستو او په هغوی د خپل اثر له استعمالولو څرګنديږي چې پاکستان په افغانستان کې د بدامنۍ په اثراتو خبر دی او بايد چې دغه په پام کې هم وساتل شي:

"زما په خيال پاکستان به په دې څيزونو سوچ کړی وي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت راشي دا به هغسې نه وي څنګه چې مخکې وو او که پاکستان د دې اثراتو سوچ د وړاندې نه ونه کړو او مخنيوی يې ونه کړو نو په دې سيمه چې د ترهګرۍ له وجې څومره زيان اوښتی بيا به هغسې حالات راپېدا شي".

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار په 22 فرورۍ يوې خبري غونډې ته ويلي وو "د افغانستان د سولې خبرې د مثبت پرمختګ په لوري روانې دي، په دې کې به ځينې خنډان وي خو دغه خنډان به د وخت سره لرې شي او د پاکستان مثبت رول په دغه لړ کې ښکاره دی، د پاکستان امن د افغانستان سره تړلی دی".

د پاکستان پوځي وياند دغه خبرې په داسې حال کې کړې وې چې د تېر کال د ستمبر په میاشت کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پېل شوي چې بيا د ځنډ ښکار شوې هم دي او په وروستيو کې چې د امریکا صدر جوبايډن ویلي د 29م فرورۍ 2020 لوظنامې ته به بيا کتنه کوي له دغې وروسته بيا دغه خبرې ودرېدلې وې.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG