لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړنه: له پښتونخوا سره تر ګډېدو وروسته هم د قبایلي سیمو خلک له قانوني ګټو محروم دي


اسلام اباد ـــ د امریکې د یوې ادارې په رپورټ کې ویل شوي چې په خیبرپښتونخوا کې د قبایلي سیمو له ضم کیدو پس هم ددغو سیمو د پاره په قانوني نظام کې مسئلې شته خو بیا هم د پاکستان د باقي سیمو په شان دلته هم د قانون له وجې د قبایلي سیمو خلکو ته دا باور ورکړل شوی چې د دوی د بنیادي بشري حقونو حفاظت به کیږي.

بل خوا د قبایلي سیمو خلک وایي چې د بنیادي حقونو حفاظت تر هغه ممکن نه دی تر کومه چې ټول اختیار د پوځ نه سېول انتظامیې ته نه وي سپارل شوی.

د یونایټیډ سټېټس انسټیټیوټ آف پیس نومې ادارې په دغه رپورټ کې د پخوانيو قبایلي سیمو خیبر او مومندو جاج اخیستل شوی دی چې اوس د 25م آيیني بدلون نه پس د خیبر پښتونخوا برخه دي.

په دې رپورټ کې ویل شوي دي چې په 2018م کال له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو له ګډېدو پس دلته هم د باقي هېواد په شان قانون نافذ کړی شوی دی او باید ددې ډېرې ګټې د دې سیمو خلکو ته رسېدلې وای خو تر اوسه داسې نه دي شوي.

دا رپورټ وایي چې د پاکستان د سپریم کورټ له خوا په قبایلي سیمو کې په جرګو له بندیز نه پس هم د دغو سیمو خلک له مجبورۍ د زر فیصلو د پاره د عدالتونو پر ځای اوس هم جرګو ته ځي.

رپورټ وایي په دغو سیمو کې تر اوسه د پاکستان د قانون د بشپړ نفاذ ګټې ځایي خلکو ته نه دي رسېدلې خو وایي دلته د قانون د نفاذ له وجې خلکو ته دا باور ورکړل شوی چې د دوی د بنیادي حقونو حفاظت به ممکن شي او د دغو سیمو ښځو ته هم د انصاف رسایي ممکن شوې ده.

خو دا رپورټ دا هم وایي چې دلته د مکمل قانوني نظام په راوستو کې اوس هم ډېرې ستونځې دي چې تر ټولو لویه ستونځه په دغو سیمو کې د عدالتونو نشتوالی دی او اکثر خلک یې د خپلو مقدمو د پاره ښارونو لکه پېښور، چارسده او هنګو یا د نورو هغو ښارونو عدالتونو ته ځي‌ چې پولې یې له قبایلي سیمو سره لګېدلې دي.

دا رپورټ دعوه کوي چې له خیبر پښتونخوا سره تر ګډېدو وروسته د قبايلي سیمو د خلکو بنیادي بشري حقونه یقیني شوي دي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر عبد الله ننګیال وايي چې تر کومه د پوځ نه ټول اختیار سېول انتظامیې ته نه وي سپارل شوی، دا طمع ساتل عبث ده چې د خلکو د بنیادي حقونو حفاظت به کیږي.

عبدالله ننګیال وایي چې تر کومه د دغو سیمو پولیس بااختیاره شوي نه وي، حکومتي واک مضبوط شوی نه وي، په قبايلي سیمو کې د ځمکو اصلاحات نه وي شوي او په دغو سیمو کې د ګوډ [ښه] طالب تصور نه وي ختم شوی، دلته د بنیادي حقونو د حفاظت خبره به بې بنیاده وي.

خبریال شمس مومند هم وایي چې څنګه د خلکو طمع وه چې د فاټا له انضمام نه پس به حالات ښه شي، هغه شان نه دي شوي خو شمس مومند دا خبره هم کوي چې په ګرد پاکستان کې څوک دا دعوه نه شي کولی چې بنیادي بشري حقونه یې محفوظ دي.

په دې رپورټ کې هم منل شوي دي چې په پخوانيو قبایلي سیمو کې اوس هم 70 فیصده خلکو ته نه دي معلوم چې پولیس څنګه کار کوي او د عدالتونو د لارې به د دوی مسئلې څنګه حل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG