لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې کرونا نور 118 کسان مړه کړي


په پاکستان کې د کرونا وایرس له امله نور 118 کسان مړه شوي او نور 4318 په دې وايرس اخته شوي دي، د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې 76زره 34 کسان د کرونا ناروغان دي.

د کرونا د څار او انتظام دپاره جوړ قومي مرکز (اېن سي او سي) ويلي، د کرونا څخه په ملک کې د مړو ټوله شمېره 15زره 619 ته رسېدلې ده.

ويل شوي په کرونا وايرس اخته 4198 کسان داسي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په پاکستان کې د کرونا پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي.

په تير شوا روز کې په ملک کې 118، له دې وړاندې په 24 ساعتونو کې 58، خو له دغې وړاندې درې ورځې پرله پسې د 100 نه زيات کسان د ورځې په حساب مړه شوي وو.

د صحت د چارو په خدمتونو کې د وزیراعظم ځانګړي مرستیال ډاکټر فېصل سلطان په خلکو غږ کړی چې د کرونا د مخنيوي دپاره په احتياطي تدابيرو عمل وکړي.

هغه ویلي په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د کرونا د پېښو مخې ته راتلو له امله په روغتونونو فشار سېوا دی، د نوموړي په وېنا يواځې پينځه فيصده خلک ماسکونه اچوي.

هغه زیاته کړې دا وخت په ملک کې د تیر کال د جون د میاشتې نه زيات خراب حالات دي.

فېصل سلطان ويلي په ملک کې د کرونا ضد ويکسين لګولو عمل روان دی بايد د 50 کالو نه د زیات عمر خلک ځانونه رجسټرډ کړي او د هغې نه د زيات عمر کسان دې ويکسين ولګوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG