لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې خلک د کرونا د مخنیوي په حکومتي سپارښتنو عمل نه کوي


پېښور ـــ د هېواد د نورو برخو په څېر په خېبر پښتونخوا کې هم د کرونا وايرس مثبتې پېښې او د مړينې کچه په توندۍ سره زياتېږي خو د حکومتي احکاماتو باوجود هم عام ولس د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره وضع کړل شويو سپارښتنو باندې عمل نه کوي.

د مطبوعاتو ترمخه د صحت چارو د پاره د وزير اعظم خصوصي مرستيال ډاکټر فيصل سلطان ويلي چې د هېواد په کچه يوازې ۵ فيصده خلک د مخ پټولو ماسک کاروي او د سپارښتنو څخه سرغړونه کول ډېره عامه شوې ده.

نوموړي زياته کړې چې کرونا ناروغۍ په ملکي کچه د صحت نظام ډېر اغېزمن کړی دی او صورت حال د تېر کال د جون د مياشتې نه هم زيات خراب شوی دی.

د خېبر پښتونخوا په لويو وړو بازارونو کې زياتره خلک د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره وضع کړل شوي اېس او پيز يا سپارښتنو باندې عمل نه کوي او بٖغير د مخ پټولو ماسک نه په مارکېټونو کې ګڼه ګوڼه جوړه کړې وي.

بل خوا حکومتي چارواکي وايي چي د خلکو د بې غورۍ له امله د کرونا وايرس نه ناروغه شويو تنانو شمېر په هسپتالونو کې ورځ تر بلې سېوا کېږي.

پېښور صدر ته د سودا اخېستو د پاره راغلی الله يار وايي چي په بازارونو کې زياتره خلک په احتايطي ګامونو په مکله توګه عمل نه کوي:

"دا ځل ما [کور کې] ټولو ته وويل چې بيماري ده او رش ډېر دې نو کرونا درته و نه لګي ځکه زه يوازې راغلم او ټولو د پاره مې شاپنګ وکړو، خو زه دې نورو خلکو ته وګورم نو يو کس به سودا اخلي او نور به ورسره هسې راغلي وي او چې يو تن ماسک اچولی وي نو نورو دغه اېس او پيز باندې هم عمل نه کوي، نو نقصان به يې دا وي چې دا مرض به مونږه ټول ناجوړه کړي".

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره په هغو د 100 نه سېوا علاقو کې سمارټ لاک ډاون لګولی چېرته چې د کرونا وايرس مثبتو پېښو کچه سېوا ده.

د دې ترڅنګ حکومت د خالي- شنبې او اتوار- یکشنبې په ورځو کې د عامو سورلیو ګاډو د بندلو تر څنګ د مارکيټونو تړلو هم پرېکړه کړې او يواځې د داروګانو او خوارکي شيانو دوکانونو او مستري خانو پرانیستلو اجازه يې ورکړې ده.

د پېښور صدر بازار شفقت ال ټېلر وي او اې ډيوه ته وويل بايد د عام ولس ترڅنګ دوکانداران هم په اېس او پيز يا سپارښتنو په مکمله توګه عمل وکړي ځکه چې کاروباري خلک اوس د دویم ځلي لاک ډاون برداشت کولو توان نه لري:

"دلته کې ډېر داسې دوکاندران دي چې کورونه يې هم د کرايه دي او د دوکانونو هم کرايه ورکوي، نو زه هغوی ته هم دا وایم چې کوم ګاهک راځي چې هغوی ته هم وايي چې ماسک اچوئ او په خپله هم احتياط کوئ او که دا حال وي نو انقريب په مونږه به حکومت دا بازارونه بند کړي".

د صحت چارو د پاره د وزير اعظم خصوصي مرستيال ډاکټر فيصل سلطان ويلي کرونا ناروغۍ په ملکي کچه د صحت نظام ډېر اغېزمن کړی دی او صورت حال د تېر کال د جون د مياشتې نه هم زيات خراب شوی دی.

په وروستيو کې د کرونا د څار ادارې اېن سي او سي يا نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټرعامو ځايونو کې د ماسک نه کارولو باندې د جرمانې لګولو پرېکړه کړې وه.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG