لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د قاضي فایز عیسی د مقدمې اورېدنه نېغ په نېغ ښکاره کولو غوښتنه رد کړې


اسلام اباد ـــ د پاکستان سپريم کورټ په لس کسيز بينچ کې شاملو شپږو قاضيانو د جسټس قاضي فایز عيسي غوښتنه رد کړې چې وایي د ده په اړه د صدارتي قضيې فيصلې ته د بياکتنې خواستونو اورېدنه دې نيغ په نېغه خلکو ته وښودل شي.

خو په بينج کې ناستو څلورو قاضيانو د فایز عيسی دريځ منلى او دوی خپل اختلافي نوټ کې ليکلي، دا د ولسي ګټو سره تړلې معامله ده او پکار ده چې د سپريم کورټ د ويبپاڼې د لارې ولس ته نېغ په نېغه وښودل شي.

د سپريم کورټ د فيصلې تر مخه د پاکستان ولس معلوماتو ته د رسایۍ آییني حق لري خو عدالتي کاروايي نېغ په نېغه خپرول انتظامي معامله ده او د اعلى عدالت فل کورټ په اړه فيصله کولى شي.

د عمر عطا بنديال په مشرۍ لس کسيز بينچ د فایز عيسى خواست رد کړی دی او اکثريتي اوو قاضيانو ددې په ضد رایې ورکړې ده، خو د بينچ څلورو قاضيانو د اکثريتي فيصلې سره اختلاف کړی او د فایز عيسی دريځ یې منلى دى.

په خپل اختلافي نوټ کې دوی په ګوته کړې چې د فایز عيسی کېس د ولسي ګټو سره تړلې معامله ده ځکه پکار ده د دې کاروایي د سپريم کورټ د ويبپاڼې د لارې د پاکستان ولس ته وښودل شي.

سپريم کورټ د صدارتي ريفرنس فيصلې د بیا کتنې د خواستونو اورېدنه نېغ په نېغه خپرولو خواست باندې خپله محفوظه فيصله نن جاري کړې ده. وړاندې ددغه خواست د اورېدنې په وخت د مرکزي حکومت څارنوال د دې مخالفت کړى وو.

سپريم کورټ هم په يو موقع دا سوال را پورته کړى وو چې دا کوم د تړلو دروازو په شا عدالت نه دى دغلته موجود مېډيا رپوټنګ کوي نو بيا په ټيلیویژن چېنلو د نېغ په نېغه خپرولو څه ضرورت دی؟

د بينچ له خوا د فایز عیسی خواست رد کولو پرېکړى ته په غبرګون کې د سپريم کورټ بار پخوانی صدر کامران مرتضى وايي، فایز عيسى دا وخت د پاکستان د پوځي ايسټېبليشمنټ په ضد د مزاحمت علامت دی.

کامران مرتضى وي او اې ډيوه ته وويل ويره ده چې د طاقتوره پوځ د فشار لاندې به عدالتي کاروايي په اړه پټ پناه کيږي ځکه پکار وه چي عدالت د فایز عيسى خواست منلى وای.

د فایز عيسى پلوي وکيلان تور لګوي، په ملکي چارو کې د پوځ د مداخلې په ضد فيصلې جاري کولو په سر جسټس فایز عيسى ځورول کيږي.

د تېرى جمعې په ورځ په اسلام اباد کې يوې غونډې ته وينا په وخت فایز عيسى ويلي وو د ملکي آیین د تحفظ لپاره به د دې په سرغړونو کې ککړو تنانو ته سزا باوري جوړول وي.

جون مياشت کال ٢٠٢٠ کې د سپريم کورټ لس کسيزه بينچ د حکومت له خوا د فایز عيسى په ضد په بهرني هيواد کې د پټ جايداد لرلو په تور د قانوني کاروایۍ لپاره صدارتي ريفرينس يا قضيه رد کړې وه او په اړه یې د پاکستان صدر عارف علوي په کردار هم سخت ټکونه کړي وو.

خو بيا هم ياد بينج حکومتي ادارې ايف بي آر ته د فایز عيسى د کورنۍ غړو نه په لندن کې د جايداد لرلو په اړه د پلټنو کولو حکم جاري کړى وو. ددغه حکم په ضد د فایز عيسى او د هغه پلوي وکيلانو تنظيمونو د بيا کتنې خواستونو اورېدنه به د سبا نه پيل کيږي.

نن د عدالتي کاروایي په وخت فایز عيسى د هغه سره د توپيري چلند تورونه تکرار کړي دي او اعتراض یې کړى د هغه د خواست باوجود عدالت د مرکزي وزير فواد چودري په ضد د عدالت د سپکاوي په تور کاروايي نه ډډه کوي او د هغه په ضد خواست اورېدنه نه کوي.

خو د بينچ مشر جسټس عمر عطا بنديال فایز عيسى ته د خواست اورېدو باور ورکړی دی.

فواد چودهري ټويټ کړى وو، که فایز عيسى د سياست دومره شوق لري نو د سپريم کورټ د څوکۍ نه دې استعفى ورکړي د يو کونسلر په چوکۍ دې ودرېږي چې ورته خپله مشهورتيا معلومه شي.

نور مرکزي وزيران دا دريځ هم خپلوي چې حکومتي اداره ايف بي آر د سپريم کورټ د حکم عملي کولو لپاره د فایز عيسی د کورنۍ نه پلټنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG