لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني: د امریکې د پرېکړې درناوی کوو، ویاړلي ځواکونه مو د ولس او هېواد د دفاع وړتیا لري


واشنګټن ـــ افغان ولسمشر اشرف غني د امریکې له ولسمشر جوبایډن سره په ټیلیفون خبرې کړې دي او دواړو له افغانستانه په ستمبر میاشت کې د امریکایي ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي.

د دواړو هېوادونو مشرانو د شورو- چارشنبې په ماخوستن خبرې کړې دي، ولسمشر غني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت د امریکې د پرېکړې درناوی کوي او موږ به له خپلو امریکایي متحدینو سره کار کوو چې په ښه توګه [د دوی] لېږد باوري کړو".

ولسمشر غني وایي اوس چې له خپلو متحدینو امریکې او نېټو سره یو بل پړاو ته داخلېږي، له دوی سره به د سولې د روانو هڅو په برخه کې ګډ کار ته دوام ورکوي.

د افغانستان د دفاع وزارت تېره میاشت ویلي وو، چې افغان ځواکونه له تېر کاله راهیسې د هېواد په ټولو برخو کې عملیات پخپله کوي. ولسمشر غني هم افغان ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع لپاره کافي بللي:

"د افغانستان ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړه توګه د خپل ولس او هېواد د دفاع وړتیا لري، چې له اوږدې مودې یې کوي او افغان ملت به تل د دوی مننه کوي".

ولسمشر غني په داسې وخت کې له ولسمشر بایډن سره خبرې کړې دي چې ټاکل شوې امریکا د روان کال د ستمبر تر یوولسمې له افغانستانه خپل پاته 3,000 ځواکونه وباسي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن دا مهال په برسلز کې دی او له خپلو نېټو متحدینو سره له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پر پلان خبرې کوي. ښاغلي بلینکن د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، امریکا د افغانستان راتلونکي ته ژمنه ده:

"موږ هغه هدفونه تر لاسه کړي چې په ګډه مو ټاکلي وو او اوس د دې وخت راغلی چې خپل ځواکونه کور ته را ستانه کړو".

طالبانو د امریکې د اعلان مخالفت کړی او ویلي یې دي چې که د امریکې په ګډون ټول بهرني ځواکونه د دوحې له تړون سره سم د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ونه وزي نو د هر ډول بدو نتیجو ذمه وار به هغه څوک وي چې له دې تړونه سرغړونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG