لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو هم له امریکا سره په یو وخت له افغانستانه خپل ځواکونه باسي


واشنګټن ـــ د امریکې د ولسمشر تر اعلان وروسته نېټو سازمان هم اعلان وکړ،‌ چې له افغانستانه به خپل ټول ځواکونه په روان کال کې وباسي.

د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ د شورو- چارشنبې په ورځ په برسلز کې د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر اینټني بلینکن او د دفاع له وزیر لویډ آسټن سره ګډې خبري غونډې ته وویل، نېټو ځواکونه به هم خپل 7,000 پوځیان سږ وباسي.

ین سټولټنبرګ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، پلان لري چې د نېټو ځواکونو د ایستلو پلان په څو میاشتو کې بشپړ کړي:

"د نېټو متحدینو پرېکړه کړې چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل د مې له لومړۍ نېټې په منظمه، همږغې او ارادي توګه پیل کړو".

نېټو ځواکونو او امریکې په یوه ورځ له افغانستانه د خپلو شاوخوا 10,0000 ځواکونو د وتلو پرېکړه کړې ده. افغان ولسمشر اشرف غني پرون له صدر بایډن سره تر خبرو وروسته ویلي وو،‌ د امریکې د پرېکړې درناوی کوي چې خپل ځواکونه باسي.

د نېټو سازمان عمومي مشر ین سټولټنبرګ وویل، له افغانستانه د ځواکونو ایستل په دې معنا نه ده چې ګواکې دا هېواد به یواځې پرېږدي، وایي له دې هېواد سره به مرستې ته دوام ورکوي.

افغان حکومت او طالبانو لا د نېټو ځواکونو د پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی، خو طالبانو پرون ویلي د دوحې له تړون سره سم ټول بهرني ځواکونه باید د مې تر لومړۍ نېټې ووزي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG