لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي استخبارات د افغانستانه د ځواکونو ويستلو ته د پام وړ خطرې په نظر ګوري


د امریکې لوړ پوړو استخباراتي چارواکو ویلي، د افغانستان نه د ټولو سرتيرو ويستل به د القاعده او داعش په څېر ترهګرو ډلو ته موقع برابره کړي چې بيرته وړتيا ترلاسه کړي او د امریکا پرضد بريد وکړي.

د امریکا د استخباراتي چارواکو دا خبرداری په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د امریکا صدر جوبايډن د شورو/ چارشنبې په ورځ (14 اپرېل) د افغانستان د اوږدې جګړې ختمولو او ټولو پوځونو ويستلو اعلان کړی دی.

ويل شوي ښايي د افغانستان نه د ځواکونو د ويستلو په پرېکړه به نور تنقيد وشي ځکه چې تنقید کوونکي ويره څرګندوي چې د افغانستانه د ټولو ځواکونو ويستلو سره به دغه هېواد (افغانستان) بيرته د ترهګرو مرکز وګرځي.

د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ايي ای) په وروستيو کې ټاکل شوي مشر بل برنز د شورو په ورځ قانون جوړونکو ته ویلي، په افغانستان کې د پام وړ خطره موجوده ده چې د امریکا او اتحادي ځواکونه يې د دغه هېواد څخه ووځي.

هغه ويلي، دا حقيقت دی چې د امریکا حکومت وړتيا لري چې دغه ګواښونه راکم کړي خو خبرداری يې هم ورکړی چې په افغانستان کې موجود القاعده او داعش ارادي لري چې بيرته ځان د دې وړ کړي چې د امریکا اهداف که په سيمه کې يې وي، په لويديځ کې او که په امریکا کې وي بريدونه پرې وکړي.

برنز ویلي، دغلته ترهګرې ډلې شتون لري، القاعده په عرب ټاپو او د نړۍ په نورو برخو کې شتون لري او دا موجودګي نوره خطرناکه ده.

د قامي استخباراتي ادارې مشر اېورېل هېنس ویلي، چې په سيمه کې افغانستان ته نور هېوادونه لکه چين، روس، ايران او شمالي کوريا هم خطره جوړېدی شي.

هغه دا خبره هم په ګوته کړې چې ځايي تندلاريتوب هم يوه غټه خطره ده.

د امریکايي استخباراتي لوړ پوړو چارواکو په دغه خبرداري د امریکا قانون جوړونکو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سېنېټ د استخباراتي کمېټۍ مشر د ريپبلکن ګوند مېکرو روبيو ویلي، دا امکان شتون لري چې طالبان به بيرته په افغانستان کې علاقې ونيسي، د القاعده سره به اړیکې جوړې کړي.

روان کال د امریکا د دفاع استخباراتو ویلي وو القاعده او مرستيال يې په برصغير کې د 200 پورې غړي لري کوم چې په کال 2020 کې په افغانستان کې د څو مياشتو راهسې فعاله دي.

د امریکا پوځ او استخباراتو اټکل کړی چې په افغانستان کې داعش شتون لري خو هغه وړتيا نه لري څه رنګ چې وړاندې وو خو بيا هم چارواکو ويلي چې دا ډله بيا فعاله شوې ځان پياوړی کول غواړي او 2500 جنګیالي لري.

برنز قانون جوړونکو ته ویلي د افغانستان راتلونکی په طالبانو پورې تړاو لري چې القاعده سره اړيکې غوڅوي او د افغانستان خاوره د امریکا پرضد بريدونو ته نه پرېږدي.

هغه ويلي امريکايي استخبارات به په سيمه کې په طالبانو، القاعده او داعش کلک نظر ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG